Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په صادراتو کې کمښت؛ سوداګر د چابهار او تورخم د بدیلو لارو غوښتنه کوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان هجري - لمریز کال د مرغومي میاشتې د صادراتو ارزښت د لېندۍ میاشتې پر تله ۲۸ میلیونه ډالره راکم شوی دی.

د دغې ادارې د شمېرو لمخې، د روان کال په مرغومي میاشت کې د صادراتو ټول ارزښت څه باندې ۱۶۲ میلیونه ډالره وو؛ خو دغه شمېر بیا په لېندۍ میاشت کې څه باندې ۱۹۰ میلیونه ډالرو ته رسېده.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند ویلي، په روان کال کې تر ټولو زیات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین شوي دي.

حلیم رافع زیاته کړه: «زموږ شمېرې ښيي چې د مرغومي مياشتې د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۲.۲ ميليونه ډالرو ته رسیږي او دغه راز د وارداتو شمېر ۱۰۹۷.۲ ميليونه ډالرو ته رسېږي.»

له دې سره سم، د کرنې او مالدارۍ خونه د هېواد د صادراتو د کمېدو لامل د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوې سوداګریزې ستونزې ګڼي او د بدیلو لارو پر رامنځته کېدو ټینګار کوي.
 
د کرنې او مالدارۍ خونې لومړي مرستیال، میرویس حاجي زاده و ویل: «مال شته خو اړتیا کمه ده، په ځانګړي ډول د افغانستان د کرنیز سکټور مال زیات دی، نو موږ صادراتو ته اړتيا لرو، او بايد د چابهار او تورخم بديلې لارې جوړې کړو.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي، چې که د کرنې د میکانیزه کولو، سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاو د برابرولو او د کروندګرو د ملاتړ په برخو کې پاملرنه وشي، نو د افغانستان صادرات به زیات شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا و ویل: « بايد د بسته بندۍ، یخچالي ګودامونو، په هېواد دننه او بهر بازارموندنې په ګډون د صادرېدونکو کرنيزو توليداتو پر کيفيت او کميت اساسي کار وشي. او د کرنيزو محصولاتو د کارولو کلتور ته په ملي او نړۍوالو مراسمو او د افغانستان دننه قراردادونو کې لومړيتوب ورکړل شي.»

افغانستان یو کرنیز هېواد دی چې اتیا سلنې وګړي یې پر کرنې او بڼوالۍ بوخت دي او تر ټولو زیات صادرات یې هم کرنیز محصولات دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه