د ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران د چابهار بندر په تړاو د امریکا له لوري د احتمالي نویو بندیزونو له اندېښنو وروسته، په دغې برخه کې د لس کلنو همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.
د ایران په ځینو رسنیو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له قوله راغلي:«ایران د څو اړخیزیتوب او په سیمه کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو په برخه کې پرخپلو ژمنو ټینګار کوي؛ خو په دې منځ کې یوه مهمه ننګونه شته. ځينې نړۍوال ځواکونه هڅه کوي چې په سیمه کې له سیاسي، اقتصادي او امنیتي تشو ناوړه استفاده وکړي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ طبیعي همکارۍ تر اغېزې لاندې راولي.»
په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، یوازې په روان لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوو مېلیاردو او ۷۳۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«کاني ډبرې، ممیز، شمش سرب، غیرالکولي څښاک، سبزیجات، منجد او مۍ ایران ته د افغانستان صادراتي توکي دي او همدرانګه تېل، ډيزل، پټرول، د کارخونو اومه توکي، مایع ګاز، د موټرو او ماشین الاتو پرزې له ایرانه واردات دي.»
بلخوا، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي ایران د افغانستان یو مهمه سوداګریز شریک ګڼي او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ پراختیا د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ګټوره ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر وویل:«کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوې رامنځته کېږي، چابهار بندر یو غوراوی کېدای شي چې موږ له اوبو سره وصلوي او د نړۍ له ډېریو هېوادونو سره سوداګري کولای شو.»
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ایران د ازادو اقتصادي زونونو د شورا منشي ویلي چې په تېرو لسو میاشتو کې د عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او افغانستان له لوري د ایران په ازادو او ځانګړو اقتصادي زونونو کې له ۵۰۰ مېلیونه ډالرو زیاتې پانګونې شوې، او ځینې افغان پانګوالو په سیستان، چابهار او دوغارون کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه