د افغانستان برېښنا شرکت رييس عبدالباري عمر په بلخ ولایت کې له ترکمنستانه د برېښنا د ۵۰۰ کیلو ولټه مزي د غځولو پروژې د لیدنې پر مهال ویلي، دغه پروژه به پر ټاکلي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي دغه پروژه د افغانستان لپاره مهمه بللې او زیاته کړې یې ده چې، له دې سره به له ترکمنستانه زر مېګاواټه برېښنا کابل او ۱۲ څېرمه ولایتونو ته راولېږدول شي.
د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي غځولو پروژه د شبرغان له اندخوي څخه د پلخمري دشت خواجه الوان او له هغه ځایه د کابل له ارغندي سره نښلول کېږي.
عبدالباري عمر ویلي، چې د تړوني شرکت له لوري، له شبرغانه د بلخ تاشقرغان تر دښتې د برېښنا ۶۰۰ پایې لګول شوي او د برېښنا د مزي غځولو چارې هم روانې دي.
ښاغلي عمر د دې پروژې اهمیت ته په نغوتې سره له تړوني شرکتونو غوښتي، چې خپلې چارې په معیاري بڼه او په ټاکلي وخت بشپړې کړي.
د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر په دې هکله وايي:«دغه پروژه د هېواد لپاره ډېر حیاتي ارزښت لري؛ ځکه د دغې پروژې له بشپړېدو سره، زموږ د برېښنا هغه ستونزې چې زموږ صنعتکاران ورسره مخ دي، زموږ هېواد ورسره مخ دي، هغه به انشاالله پای ته ورسېږي. د برېښنا شرکت کوښښ دا دی چې له دغو شرکتونو سره په همکارۍ کار وکړي او د دوی ستونزې حل کړي.»
بل لور ته، له شبرغانه تر دشت خواجه الوانه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي غځولو پروژې د تړوني شرکت مسوولانو د دغې پروژې د کار پر چټکتیا د ټینګار ترڅنګ ویلي، دوی ډاډمن دي چې دغه پروژه به پر ټاکلي وخت بشپړه شي.
د تړوني شرکت مسوول میرویس حکیمي وايي:«موږ یوه بله کمپنۍ هم ورسره ګومارلې چې د شبرغان له لوري به یوه کمپنۍ کار کوي او د خواجه الوان له لوري به بله کمپنۍ کار کوي، نو د ۹ میاشتو په شاوخوا کې به انشاالله موږ دا پروژه بشپړه کړو.»
ورته مهال د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان انرژۍ ته د افغانستان اړتیا ته په پام سره، په دې برخه کې د لا زیاتې پانګونې پر اهمیت ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی نجیبالله صدیقي هم طلوعنیوز ته وايي:«د افغانستان برېښنا له ګاونډیو هېوادونو تړوني ده، کهچېرې یې زړه وي موږ ته برېښنا راکوي او که نهوي په یوه بڼه خپله پرېښنا پر موږ پرې کوي او افغانستان به بېبرېښنا شي؛ کهچېرې موږ خپلې اوبه په سمه توګه مدیریت کړو او د برېښنا بند جوړ کړو، کولای شو هم ښه برښنا ولرو او هم ښه صنعت.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې برېښنا شرکت ویلي و، چې په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې یې د برېښنا رسونې نږدې ۱۲۶ پروژې تر لاس لاندې دي، چې د ځینو تړونونه شوي او ځینې یې د پلي کېدو په حال کې دي.
په دې اړه مو اندونه