Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت چارواکي: د افغانستان اقتصادي وده پراخې پانګونې ته اړتیا لري

د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هېواد د اقتصادي ودې لپاره پر پانګونو ټينګار کړی دی.

ملا عبدالغني برادر کابل کې په یوې غونډه کې ویلي، دمګړۍ ټول هېواد کې امنیت دی او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې او ډيپلوماټيکې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

هغه و ویل: « د خلکو مال او عزت خوندي دی، لویې ملي پروژې په معیاري ډول روانې دي، او زموږ سوداګریزې او ډیپلوماټیکې اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي.»

د ریاست الوزرا د دفتر رییس، عبدالواسع خادم دغه غونډه کې ویلي چې د هر هېواد اقتصاد د خصوصي سکټور پر پانګونې ولاړ دی. 

هغه زیاته کړې: «د پانګوالو ونډه دا ده چې باید کارخونې جوړې کړي، کرنې او سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي او خلکو ته کاري فرصتونو برابر کړي.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست بیا په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې اوس مهال په افغانستان کې د دې ناروغیو د درملنې لپاره معیاري روغتونونه نشته.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، نور جلال جلالي و ویل: «د افغانستان خلک له سرطاني ناروغیو او نورو روغتیایي ستونزو سخت کړیږي او د درملنې لپاره اړ دي چې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي. خو اوس د پخوا پرتله، ګاونډیو هېوادونو ته د سفر شرایط سخت شوي او لګښتونه یې هم لوړ دي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، احمدالله ذاهد و ویل: «موږ بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکوو، چې د اسلامي امارت له لوري د پانګونې قانون تصویب شوی او افغانستان کې د پانګونې فرصتونه برابر دي.»

د اوبو او انرژۍ او کور او ښار جوړولو وزارتونو سرپرستانو دې غونډه کې د پانګوالو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور په دې اړه زیاته کړې: «هر څوک باید فکر وکړي چې هېواد پر موږ څومره حق لري او په دې شرایطو کې څه کولای شي. موږ د پانګوالو هرکلی کوو.»

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست، حمدالله نعماني و ویل: «ټول خلک باید د هېواد د پرمختګ لپاره همکاري وکړي. پردي نشي کولای چې موږ له ناورین و ژغوري. که هغوی غوښتل، چې افغانستان جوړ کړي نو په تېرو ۲۰ کلونو کې، چې دلته وو دا کار به یې کړی وای.»

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د سرپرست حکومت مسوولینو تل په افغانستان کې د پانګونې زمینې برابریدو ته د ډاډ ترڅنګ له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه