د څلور ورځو په تېرېدو لاهم پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده.
تېره ورځ د ننګرهار سیمهییزو مسوولانو له پاکستاني لوري سره د لارې پرانیستو په تړاو ناسته کړې وه، چې بې پایلې پایته رسېدلې وه.
ورته مهال د تورخم دروازې تړل کېدو له امله د کرښې دواړو خواوو ته سوداګر، مسافر او ناروغان وايي له جدي ستونزو سره مخ دي.
تورخم کې ایساره افغان مېرمنه وايي:«نن څلورمه شپه ده، چې راغلې یم، د ګردو او د سترګو ناروغي ده او بل کور کې مې مریض پروت دی، خدای لحاظ وکړئ پرېمږدئ چې کور ته لاړه شم.»
تورخم کې بند پاتې بل افغان مسافر هم وویل«ملېشې هوټلو کې ځای نه راکوي، پولیسان راشي، هوټلې بندې کړي، دوکانونه بند کړي، موږ ته بېخي ځای نه راکوي، څوک د باندې پراته وي، بسترې نهلرو.»
د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل کېدو له امله په توکو بار سلګونه لارۍ هم بندې پاتې دي. سوداګر له سرپرست حکومته غواړي، چې دغې ستونزې ته دایمي حل پیدا کړي.
سوداګر زلمی عظیمي طلوعنیوز ته وايي:«د تجارانو په سلګونو لارۍ مېوې، ترکارۍ او داسې نور لومړني توکي د پاکستان طرف ته بند پاتې دي، د افغانستان خلک ورته ضرورت لري په افغانستان کې قیمتي راځي، تجاران زیانمن کېږي، موږ غوښتنه کوو، چې تجارت له سیاست نه جلا کړئ.
بل سوداګر حمزه خېلاتمانزی هم څرګندوي:«د لارې بندېدل دواړو هېوادونو ته ستونزه جوړوي، ښه ګاونډیتوب، خو دې ته وايي چې کاروبار باید په نورمال شکل روان وي، د افغانستان لپاره هم ښه خبره ده او په نورمال شکل چې روان وي د پاکستان لپاره هم ښه خبره ده، په دې چې تجارت وده کوي او چې وده وکړي طبعاً دواړو هېوادونو ته ګټې دي.»
ورته مهال د ننګرهار سیمهییز مسوولان وايي، تېره ورځ یې له پاکستاني مسوولانو سره د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه ناسته بې پایلې وه.
د مسوولانو په خبره پاکستاني لوري ترې غوښتي و، چې د ډېورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته دې د تاسیساتو له جوړولو څخه لاس واخلي.
د ننګرهار د بهرنیو چارو رييس فضل الهادي احمد په دې هکله وویل:«د هغوی غوښتنې دا وې، چې د ډېورنډ فرضي کرښې تهڅېرمه دې افغان نظامیان تاسیسات نه جوړوي، بیا به موږ دغه لار خلاصه کړو، د پاکستان حکومت تل د خپلو سیاسي موخو لپاره عامو خلکو ته مشکلات جوړ کړي او لار بندوي او کله چې لار بنده شي سوداګرو او عامو خلکو ته مشکلات جوړېږي، موږ نه غواړو چې عام خلک د سیاست ښکار شي، که د پاکستان خوا ته پښتانه دي که د افغانستان طرف ته پښتانه دي.»
څلور ورځې وړاندې پاکستاني مسوولانو د تورخم دروازه هغه مهال د هر ډول تګ ـ راتګ پر وړاندې وتړله، چې د اسلامي امارت ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې تهڅېرمه د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو.
په دې اړه مو اندونه