Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکمنستان سره د وسپنې پټلۍ برخه کې د درېیو مهمو هوکړو لاسلیکېدل

د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د تورغونډۍ- هرات د وسپنې پټلۍ د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال چې د اوسپنې پټلۍ د همکاریو د پراختیا په موخه ترکمنستان ته تللی، د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ له ادارې سره یې د تورغونډۍ – هرات د اوسپنې پټلۍ د پراختیا په ګډون یو شمېر تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
 
محمد اسحاق صاحبزاده د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ له رییس سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د شبکې جوړول، نښلول او معیاري کول د اسلامي امارت له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس بیا وايي: په دغه سفر کې درې هوکړې لاسلیک شوې. لومړۍ هوکړه د ۷ میلیون ډالرو په ارزښت د هرات تورغونډۍ سټېشن د پراختیا په برخه کې دی. دویم هوکړه لیک د اقینې-اندخوی د پاتې لس کیلومټرې وسپنیزې کرښې بشپړولو اړوند دی او درېیم هوکړه لیک د اندخوی- شبرغان د ۵۵ کیلومټره وسپنې پټلۍ د تفصیلي سروې او ډيزاین اړوند دی. 

په ورته مهال، یو شمېر اقتصادي شنونکي په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د شبکو پراختیا له سیمې سره د افغانستان د نښلولو یو مهم لامل ګڼي او په دې برخه کې له خصوصي سکتور سره د لازیاتې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا بیا وايي: لومړی دا چې د وسپنې پټلۍ به پاکستان ته زموږ احتیاج راکم کړي، بل دا چې نړۍوال بازار ته به لار پیدا کړو. بل دا چې زموږ توکي به پر وخت نړۍوالو بازارونو ته رسیږي.

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، عبدالظهور مدبر هم وايي: د افغانستان لپاره د وسپنې پټلۍ ارزښت ډېر زیات دی. کولای شي افغانستان د سیمې د اتصال پر ټکي بدل کړي او افغانستان له اسیايي او اروپايي هېوادونو سره نښلولای شي. 

دا په داسې حال کې ده چې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال تر دې وړاندې د دوه اړخیزو اړیکو او د اوسپنې پټلۍ د همکاریو د پراختیا په موخه ایران، ازبیکستان او ترکیې ته هم سفرونه کړي وو.

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس وايي، لومړۍ هوکړه د ۷ میلیون ډالرو په ارزښت د هرات-تورغونډۍ سټېشن د پراختیا په برخه کې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه