ازبېکستان او پاکستان د افغانستان له لارې د افغان- ترانس د وسپنې پټلۍ د عملي چارو پر چټکتیا هوکړې ته رسېدلي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ازبیکستان او پاکستان له افغانستان سره د یوې درې اړخیزې کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې چې د افغان- ټرانس اوسپنې پټلۍ د پروژې پر وړاندې خنډونه وڅیړل شي.
د پاکستان لومړي وزیر دغه پروژه د سیمې لپاره مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه هېواد او ازبیکستان د افغان- ټرانس پروژې پلي کېدو ته ژمن دي.
د پاکستان لومړی وزیر، شهباز شریف وايي: (نن موږ د افغان- ټرانس اوسپنې پټلۍ د پروژې په اړه چې د څه باندې ۷ میلیارده ډالرو په پانګونې سره یوه لویه پروژه ده خبرې کوو. ازبیکستان د دې پروژې پلي کولو ته ژوره ژمنتیا لري او زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا پروژه به د لوبې بدلونکې وي. دا پروژه به له ازبیکستان او افغانستان څخه تر پاکستان پورې د ریلي دهلیز په توګه عمل وکړي او په ټوله سیمه کې به سوداګرۍ بدلون وکړي.)
ورته مهال د ټولګټو وزارت د افغانستان او سیمې لپاره د افغان – ټرانس پروژې اهمیت ته په اشارې سره وايي چې اسلامي امارت د دې پروژې د عملي کار د پیل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د دغه وزارت ویاند دغه راز ټینګار کوي چې د افغان- ټرانس پروژې په پلي کېدو سره به د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره ونښلول شي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس په دې اړه وايي: "افغانستان پوره چمتووالی لري چې د دغې پروژې عملي کار د افغانستان په خاوره کې پیل شي، او هغه هېوادونه چې د دې پروژې د تطبیق او عملي کولو لپاره هڅې کوي، د ټولګټو وزارت یې هرکلی کوي او ورسره همکار دی."
د اقتصادي چارو شنونکی، قطب الدین یعقوبي بیا وايي:"د افغان-ټرانس پروژه په افغانستان کې هم ډېر ارزښت لري، ځکه چې له افغانستانه تېرېږي، د کاري فرصتونو ترڅنګ د سوداګریزو تبادلو له پلوه هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته کولی شي."
دا په داسې حال کې ده چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ازبیکستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې د افغان- ټرانس پروژې د عملي کار د ژر تر ژره پیل غوښتنه کړې وه.
په دې اړه مو اندونه