Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تورخم بندر له تړل کېدو سره، په کابل کې د مېوو او سبزیو بیې لوړې شوې

د تورخم بندر د دروازې تړلي پاتې کېدل د کابل په بازارونو کې د مېوو او سبزیو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.

لکه څنګه چې افغانستان د ژمي په موسم کې تر ډېره خپلې د اړتیا وړ میوې او سبزيجات له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا پاکستانه واردوي، له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهیسې د تورخم دروازې تړل کېدو د هېواد په بازارونو کې د تازه مېوو او سبزیجاتو پر بیو منفي اغېز کړی دی.
 
د کابل اوسېدونکی محمد ناصر په دې هکله د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«د یو من رومي، بادرنګ او کدو په بیه کې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ افغانیو پورې زیاتوالی راغلی دی.»

د کابل بل اوسېدونکي محمد شریف هم وویل:«اوس نرخونه لوړ شوي او خلک ډېره مېوه نه اخلي؛ ځکه چې تورخم بند دی، مېوه او سبزي له نورو لارو راوړل کېږي، چې لګښت یې ډېر تمامېږي. کله چې له تورخمه راتلل، مصرف یې کم و.»

بلخوا، ځینې هټۍوال وایي، له پاکستانه د هر من واردېدونکو تازه مېوو او سبزیو بیه له ۱۰۰تر ۱۲۰ افغانیو لوړه شوې ده. دوی زیاتوي چې د بیو لوړېدو د دوی پر کاروبار هم ناوړه اغېز کړی دی.

هټۍوال صفاالدین وايي:«یو من کدوګک ۱۸۰ افغانۍ، یو من رومي ۴۵۰ تر ۵۰۰ افغانۍ او یو من بادرنګ ۵۰۰ افغانیو ته رسېدلي دي. د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی او څوک یې نه‌شي اخیستی.»

بل خوا، د تازه مېوو او سبزیجاتو ځينې سوداګر او واردوونکي د تورخم لارې نه پرانیستل کېدو ته په نغوتې سره وایي، چې دې مسئلې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی د تورخم د لارې د پرانیستلو لپاره په لوړه کچه د دوه اړخیزو خبرو غوښتنه کوي.

سوداګر محمد یمین حمیدي طلوع‌نیوز ته وویل:«زموږ موټرونه هلته درېدلي وو او موږ اړ شو، چې بېرته پاکستان ته راستانه شو، چې ځینې توکي په لږه بیه وپلورل شول او ځینې توکي په یخچالونو کې پاتې شول. موږ نن شپه خبر شو چې لار به پرانیستل شي؛ خو بدبختانه جګړه وشوه او لار پرانیستل نه شوه.»

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو بندورنو دی، چې د روان لمریز کال د کب پر ۴مه، ترهغې وروسته، د پاکستان له لوري وتړل شو، کله چې د اسلامي امارت ځواکونو د ډېورند فرضي کرښې دې غاړې ته، د تأسیساتو جوړولو چارې پیل کړې.

د تازه مېوو او سبزیجاتو ځينې سوداګر او واردوونکي د تورخم لارې نه پرانیستل کېدو ته په نغوتې سره وایي، چې دې مسئلې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه