افغانستان کې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د نړۍوال بانک له لوري د پلي کېدونکو لږ تر لږه ۴۵ پروژو چارې په ټپه درېدلي دي.
ډېرې دغه پروژې بنسټیزې دي چې ویل کیږي د افغانستان د پراختیا په برخه کې یې پراخ اغېز لرلی دی.
د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو روغتیايي پروژه، افغانستان کې د کوچنیو پورونو د سرچینو ملاتړ لپاره د اسانتیاو پروګرام، د ولسي تړون پروګرام، د کارموندنې پروژه، د افغانستان د ښارونو د پراختیا پروژه، د افغانستان د مهارتونو د پراختیا پروژه، د لوړو زده کړو د پراختیا پروګرام، د غلې د سټراټیژیکو زېرمو جوړول، د سوداګرۍ نړۍوال سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د سوداګرۍ سیسټمونو پیاوړتیا د نړۍوال بانک له لوري تمویل کېدونکې هغه پروژې دي چې بې برخلیکه پاتې دي.
اقتصاد وزارت دغه پروژې د افغانستان لپاره مهمې ګڼي او د نړۍوال بانک له لوري یې د چارو پر بیا پیل ټينګار کوي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب و ویل: «نړۍوال بانک پخوا د ټرانسپورټي زېربناو، برښنا تولید، کرنې، روغتیا او ښوونیز سکټور کې ګڼې پروژې تمویل کولې خو اوس له څه باندې درېیو کلونو راهیسې شاوخوا ۴۵ پروژې نیمګړې پاتې دي. د دې پروژو بیا پیل کولی شي کاري زمینې برابرې کړي او په ښاري او کلیوالي سیمو کې د خدمتونو د ښه والي لامل شي.»
د چارو ځينې شنونکي بیا د دغو پروژو اهمیت ته په کتو، له اسلامي امارته غواړي چې د یادو پروژو د چارو د پیل لپاره له کورنیو عوایدو بودیجه ځانګړې کړي.
اقتصادي کارپوه، میرشاکر یعقوبي وايي: «که نړۍوال بانک بېرته خپلو اقتصادي ژمنو او مرستو ته دوام ورکړي، دا به ښه وي چې دا مالي سرچینه جلب شي خو که نړۍوال بانک دې ته پام نه کوي نو اړتیا ده چې اسلامي امارت له کورنیو سرچینو او مالي پولي وړتیاو په کار اخیستو سره د دغو نیمګړو پروژو د پرمخ وړلو لپاره بودیجه ځانګړې کړي.»
د اقتصادي چارو بل شونکي، احمد فردوس بهګزین و ویل: «هغه پروژې چې د نړۍوال بانک له لوري تمویل کېدې او اوس درېدلې دي، ښه به وي که د هېواد مسوولین پرې تمرکز وکړي، ترڅو بېرته مالي ملاتړ ترلاسه کړي.»
د دغو پروژو چارې داسې مهال درېدلي چې نړیوال بانک تل په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب خبرداری ورکړی دی. شنونکي په دې باور دي چې که په افغانستان کې د نړۍوال بانک ځنډول شوې پروژې بیا پیل شي، د هېواد د وضعیت په اړه د نړۍوالو اندېښنو په کمولو کې مهم رول لوبولی شي.
په دې اړه مو اندونه