Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تورخم تړل کېدو ۱۵مه ورځ؛ د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو غونډه کړې

د ۱۵ورځو په تېرېدو سره، د تورخم دروازه لا هم نه ده پرانیستل شوې.

که څه هم چې له پاکستاني چارواکو سره ګڼې ناستې شوې، خو لا یې کومه مثبته پایله نه ده لرلې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن هم د پاکستان د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره د دغه بندر د خلاصون په موخه لومړنۍ ناسته لرله.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، مخلص احمد په دې اړه وايي: د دواړو لورو غوښتنه دا وه چې دغه لاره ژر تر ژره پرانیستل شي. او کله نا کله به ډزې کېدې چې ډز بندي باید وشي.  

بل پلو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت غوښتنه کړې، چې د تورخم د تړل کېدو ستونزه دې له سوله‌ ییزو لارو حل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان  په دې اړه وايي: «د افغانستان هغه اقدامات، چې د سخت اقتصادي وضعیت پر مهال د بندرونو د جبري تړل کېدو لامل کېږي، منطقي نه دي، بلکې وضعیت به لا خراب کړي نو، موږ له افغانستانه غواړو، چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او ستونزې له سوله ‌ییزو لارو حل کړي.»
 
پاکستان کې خبریال، طاهر خان هم وايي: د تورخم لار بندول پکار نه دي. ځکه هغه ولسونو او سوداګرو ته او بلکې ټرانزیټ ته هم اسانتیاوې برابروي. باید ډډه ترې وشي. 

اخوا، د سیاسي چارو ځينې شنونکي وايي، ترڅو چې پاکستان خپله تګلاره بدله نه کړي، دا ستونزې به حل نه شي.

 د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیگیر بیا وايي:
د پاکستان له لوري د لارې بندول زما په باور زموږ اړیکې نورې هم خرابوي. سیوری پرې غوړوي. دواړه لوري باید له دغه وضعیته ځان وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې ۱۵ورځې وړاندې کله چې د اسلامي امارت ځواکونه د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو، پاکستان د اسلامي امارت د ځواکونو د دغه کار په غبرګون کې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه