د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان هجري - لمریز کال په ۱۱ میاشتو کې د څه باندې ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت له زر ټنه زیاتې جلغوزې نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.
د دغه وزارت د مالوماتو لمخې، ډېره جلغوزه چین، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، اردن، اتریش، ایټالیا، انګلستان او فرانسې ته صادره شوې ده.
دغه شمېرې ښیي چې د تېر کال د همدې مودې پر تله سږ کال د جلغوزیو په صادراتو کې یو څه کمښت راغلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «د ۱۴۰۳ کال د ۱۱ میاشتو په لړ کې د څه باندې ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۱۰۰ ټنه جلغوزې بېلابېلو هېوادونو ته صادرې شوې دي.»
د ځلغوزیو اقتصادي اهمیت ته په کتو، د اقتصادي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي، چې که په نړۍوالو بازارونو کې د دغه محصول د پلور لپاره هڅې وشي، نو افغانستان کولای شي له دې لارې د پام وړ عواید ترلاسه کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا وایي: «توره جلغوزه یو ډېر ارزښتناک محصول دی، چې په نړۍوالو بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري. هر څومره چې د دې محصول پر صادراتو تمرکز وشي، نه یوازې ملي عواید زیاتیږي، بلکې نوي کاري زمینې هم رامنځته کیږي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي، محمد نبي افغان و ویل: «د افغانستان وچه مېوه په نړۍواله کچه ډېر شهرت لري. که موږ د بستهبندۍ او پروسس په برخه کې پانګونه وکړو، کولای شو د افغانستان ځای په نړۍوالو بازارونو کې لا پیاوړی کړو.»
په وروستیو کلونو کې د بانکي محدودیتونو، د وچې مېوې د معیاري پروسس د فابریکو نشتوالي، د هوایي دهلیزونو له لارې د انتقالاتو کمښت او د سوداګریزو ویزو په ترلاسه کولو کې ستونزو د افغانستان د وچې مېوې پر صادراتو منفي اغېز کړی دی.
په دې اړه مو اندونه