د تورخم دروازې د تړلو پاتې کېدو له ۱۶مې ورځې سره هممهاله، چلوونکو او بېځایه شويو یوځل بیا ویلي، چې له جدي ستونزو سره مخ دي.
هغوی د دواړو هېوادونو له چارواکو غوښتي، چې دغه دروازه ژر تر ژره پرانیزي.
د تورخم دواړو لوریو ته ګڼ شمېر مسافر، باروړونکي موټر او بیړنۍ ناروغان ګیرپاتې دي.
د تورخم لارې موټر چلوونکی محمد ګل طلوعنیوز ته وايي:«دا سلګونه لارۍ موټرې ولاړې دي، دې کې مالونه دي ټرانزیټي لارۍ هم دي د مالونو په مالکانو هم تاوان راځي مال هم خرابېدلی شي،افغان او پاکستان حکومت دې د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.»
د تورخم لارې موټر چلوونکي سید علي هم وویل:«په دغه لارۍ کې مالونه پراته دي او خرابېږي، دا دی اوبه ترې روانې دي، مهربانۍ وکړئ چې دغو لاریو ته د تګ اجازه ورکړئ.»
بل پلو د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د وقفهیي نښتو له امله په سیمه کې سلګونه کورنۍ، د خپل سر خوندیتوب په موخه بېځایه شوې دي.
تورخم کې بېځایه شوی نصیر احمد وايي:«دواړه یو خلک او یو ولس دی له دواړو حکومتونو مو غوښتنه دا ده، چې دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.»
تورخم کې بل بېځایه شوی رحیمالله هم څرګندوي:«وخت نا وخت غټې مرمۍ راځي، موږ مجبورېږو چې کډه ترې وکړو، ډېر ترې په عذاب یو.»
په همدې حال د ننګرهار د والي مرستیال عزیزالله مصطفی طلوعنیوز ته وایي دامهال په سیمه کې وضعیت عادي دی؛ خو په تېرو ورځو کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله ځینو ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې سربېره مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د تېرو ورځو جګړو پرمهال د ننګرهار درې خبریالان هم ټپیان شوي وو.
د ننګرهار د والي مرستیال زیاتوي:«موږ اته نفره ټپیان لرل، چې په هغه کې درې خبریالان یو څه عام وګړي او یو څه سرتېري وو، بیا په اوله ورځ مو دوه ټپيان سرسري لرل او یو مو شهید درلود، له هغې وروسته ۹ شهید او ۹ ټپي لرو، البته هلته د جنګ له امله ځینې کورنۍ بېځایه شوې وې، هغو ته مو رسېدنه کړې ده، ادارات او همکارې موسسې مو ور لېږلې دي، تر څو له هغوی مرسته وکړي او لاس یې ونیسي.»
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله هره ورځ افغان سوداګرو ته شااوخوا ۵۰۰ زره ډالره زیان رسېږي.
په دې اړه مو اندونه