اقتصاد وزارت د افغانستان په اقتصادي وده کې د ښځو رول مهم ګڼي.
د دغه وزارت ویاند طلوعنیوز ته وايي، دمګړۍ ۲۶ زره ښځې په عامه سکټور او ۲۵۰ زره نورې ښځې بیا پر غیر رسمي اقتصادي فعالیتونو بوختې دي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب و ویل: «دا مهال شاوخوا ۲۶ زره ښځې د عامه سکټور په بېلابېلو ادارو کې کار کوي، دغه راز ۱۰ زره ښځو ته د کار جوازونه ورکړل شوي او تر ۲۵۰ زره ښځې په کوچنیو کاروبارونو، لاسي صنایعو او تولیدي برخو کې فعالیت کوي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه و ویل: « د صنعت او سوداګرۍ وزارت تل د ښځینه متشبثو ملاتړ کړی او د صنعت او سوداګرۍ په ټولو برخو کې د هغوی ملاتړ ته ژمن پاتې شوی.»
۲۸ کلنې شیرین چې د خپلو اړتیاو پوره کولو او نورو نجونو لپاره د کاري زمینې برابرولو په موخه د خیاطۍ دغه کارغالی جوړ کړی وایي، یوازې په ۵۰۰ افغانیو یې په دې برخه کې کار پیل کړ، خو اوس یې پانګه څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو ته رسېدلې ده.
شرین آروین طلوعنیوز ته و ویل: «ما دغه ټولګی د ۵۰۰ افغانیو په پانګونه جوړ کړی و. اوس موږ دغه دکان کې درې یا څلور سوه زره افغانۍ پانګه لرو. موږ دا ټولګی لومړی په کور کې بیا مو بهر او نورو ځایونو ته پراخ کړ.»
سوداګره، صدیقه وایي: «ښځه د ټولنې نیمه برخه ده. هغه ښځې چې سوداګري کوي، نه یوازې خپلې کورنۍ ته ګټه رسولی شي، بلکې د هېواد اقتصاد ته هم وده ورکولی شي.»
په دې لړ کې ځینې نورې سوداګرې ښځې چې د کوچنیو کارو بارونو په برخه کې فعالیت کوي، له اسلامي امارته غواړي چې نور ملاتړ یې وکړي.
سوداګرې، نجیبې و ویل: «څومره چې زموږ کار زموږ د کورنۍ او نورو ښځو پر ژوند مثبت اغېز کوي، هغومره یې پر دولت او ټولنه هم اغېز شته او همدا لامل دی چې لوږه کمیږي.»
پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، ګڼو ښځو او نجونو د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره په بېلابېلو برخو کې کوچني کاروبارونه پیل کړي دي.
په دې اړه مو اندونه