هند د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې د قزاقستان د فعال ګډون پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د هند د نړۍوالو مطالعاتو د موسسې رييس د قزاقستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز له لوري په جوړه شوې غونډه کې دغه راز د افغان- ټرانس پروژې او د چابهار بندر د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د ګډون پر اړتیاو هم ټینګار کړی دی.
د قزاقستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «ښاغلي سجانهر په ځانګړې توګه د افغانستان د اقتصادي او بنسټیزې بیارغونې په هڅو کې د قزاقستان د فعال ګډون او ملاتړ یادونه وکړه. دواړو لورو د افغان - ټرانس دهلیز په پراختیا کې د دواړو هېوادونو د ونډې پر اړتیا ټینګار وکړ.»
په ورته مهال اقتصاد وزارت هم د افغانستان، هند او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند ویلي، د افغان- ټرانس پروژې بشپړېدل او د چابهار بندر پراختیا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم بولي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب طلوعنیوز ته و ویل: « د چابهار بندر نه یوازې افغانستان له ایران او هند سره نښلوي، بلکې هېواد به مو د منځنۍ اسیا هېوادونو او هند ترمنځ له خپل ټرانزیټي ارزښت پوره ګټه پورته کړي.»
اقتصادي کارپوه عبدالنصیر رښتیا په دې اړه و ویل: «افغانستان په وچه کې پروت یو هېواد دی او که چېرې د سیمې د رېل ګاډي له شبکو سره ونښلول شي نو کولی شو د خپلو صادراتي توکو لپاره نوي بازارونه ومومو.»
قزاقستان لومړنی هېواد دی چې د اسلامي امارت نوم یې د دغه هېواد له تور نوملړه ایستلی او له تېرو درېیو کلونو راهیسې له سرپرست حکومت سره ښې اقتصادي اړیکې هم لري.
په دې اړه مو اندونه