Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان یوه کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې۲۹۵مېلیونه ډالره سوداګري کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په روان لمریز کال کې د افغانستان د هوایي دهلیزونو له لارې د نړۍ له هېوادونو  سره د ۲۹۵ مېلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د یاد وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي، چې له دې ډلې ۱۲۸ مېلیونه ډالر یې صادرات دي.

د هغه په وینا، په دې موده کې د افغانستان مهم صادراتي توکي وچې میوې، زعفران، عناب، جلغوزې، نوې جامې او لاسي صنایع دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په دې هکله زیاتوي:«د افغانستان صادرات د کابل، قندهار او بلخ هوایي ډګرونو له لارې اتریش، اردن، اسپانیا، متحده عربي اماراتو، اندونیزیا، انګلستان، امریکا، سوېلي افریقا، جرمني، چین، هند او نورو هېوادونو ته شوي دي، چې ټولیز ارزښت یې ۲۹۵ مېلیونه ډالرو ته رسېږي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هوايي دهلیزونو له لارې د انتقالاتو اهمیت ته په نغوتې سره وايي، د افغانستان د صادراتو د ډېرښت لپاره باید د هوايي دهلیزونو له لارې د انتقالاتو په کرایو کې کمښت راشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري سرپرست میرزمان پوپل په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«باید یوه سلنه سبسایډي د سوداګرو او د هغوی د مالونو لپاره په نظر کې ونیول شي، او له هوایي شرکتونو سره باید خبرې اترې وشي ترڅو د مالیې یا د هوایي ډګر د لګښتونو په کمولو کې همکاري وکړي او د ټرانسپورټ کرایې هم راکمې کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی محمد اصف ستانکزی هم څرګندوي:«دې ته په پام کې سره چې افغانستان سمندري لار نه‌لري، د هوایي دهلیزونو کارونه، په ځانګړې توګه د ځینو ګاونډیو هېوادونو له لارې، چې د افغانستان د نړۍوال تجارت اسانتیا برابروي، غوره بدیل انتخاب دی.»

افغانستان په وچه کې ګېر هېواد دی او ګاونډي هېوادونه یې هم ډېری وختونه د سوداګرۍ او همداراز ټرانزیټ په برخو کې ستونزې جوړوي؛ نو په دغه ډول شرایطو کې هوايي دهلیزونه د سوداګریزو توکو د انتقالاتو او همداراز د نړۍ له بازارونو سره د افغانستان د نښلېدو لپاره غوره لاره ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه