ځينو ازبیکستاني پانګوالو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال سره په کتنه کې، د افغانستان په کاني او ودانیزه (ساختماني) برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله ویلي، چې د دغه وزارت مرستیال ازبیکستاني پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د پانګونې په بېلابېلو برخو کې، هغوی ته به اسانتیاوې برابرې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په دې هکله زیاته کړه:«د ازبیکستان پانګوالو په دې ناسته کې په افغانستان کې د ساختماني او کانونو په برخو کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه. مولوي احمدالله زاهد د دوی له دې پرېکړې هرکلی وکړ او په کاني او ساختماني برخو کې د کار فرصتونو په اړه هغوی ته مفصل معلومات وړاندې کړل.»
بلخوا، د ازبیکستان د برېښنا یو تخنیکي ټیم هم کابل ته په سفر کې د افغانستان د برېښنا شرکت له رییس سره یې کتلي او په افغانستان کې یې د انرژۍ د بېخبناوو د پراختیا د ملاتړ لپاره د دغه هېواد پر ژمنو ټینګار کړی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمتالله میوندي په دې هکله وویل:«په دې ناسته کې دوه مهم موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول؛ یو د برېښنا د لېږد پروژه او بله په شمال کې د سکرو د یوې فابریکې جوړول، چې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید لپاره کارول کېږي.»
د روان کال د کب میاشتې په پیل کې د اسلامي امارت د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه لوړپوړی پلاوي ازبیکستان ته دوه ورځنی سفر وکړ او دا سفر یې ګټور وباله.
ملا برادر وویل، چې د ازبیکستان له چارواکو سره د خبرو پایله کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد پروژې لګښت له ۲۵۲ مېلیون ډالرو ۲۲۲ مېلیون ډالرو ته راکم کړی دی او دغهراز یې د سوداګرۍ، هوايي چلند، کرنې او وسپنې پټلۍ په برخو کې ګڼې غونډې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه