Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شبرغان - مزار ګازو د لېږد پروژه وروستي پړاو ته رسېدلې

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د شبرغان- مزار د ګازو د لېږدولو پروژې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د شبرغان-مزار د ګازو د لېږد پروژه چې د دغه وزارت له مهمو پروژو ګڼل کېږي، د رغنیزو چارو وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې او دا مهال پرې وروستۍ تخنیکي ازموینې ترسره کېږي.

د دغه وزارت ویاند وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به په بلخ کې د کیمیاوي سرې او ښیښې جوړولو فابریکې او دغه راز  د مزارشریف ښار اوسېدونکي له طبیعي ګازو ګټه واخلي.

 د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه وايي: د ولډنګ او نللیکې د غځولو چارې بشپړې شوې دي او دا مهال یوازې د زنګ ضد ازموینې پاتې دي. هیله‌ لرو چې راتلونکی کال پاتې چارې هم بشپړې شي.  

بلخوا، د اقتصادي چارو ځينې شنونکي د ورته نورو پروژو پر اهمیت او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاوو پر رامنځته کېدو ټينګار کوي.

 د اقتصادي چارو شنونکی، تاج محمد تلاش هم وايي: دا ډېرې مهمې او بنسټیز پروژې دي او هیله لرو هغه ماشينونه چې د نفتو موادو پروسس کوي، د اسلامي امارت له لوري هېواد ته راوړل شي، څو موږ وکولای شو خپل معدنیات په خپله پروسس کړو.

 د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، عبدالشکور هډه وال زیاتوي: په افغانستان کې چې څومره هېوادونه دلته د پانګونې اراده لري او دلته غواړي چې پانګونه وکړي نو ښه زمینه ورته برابره ده. خلک به هم ورته خوشاله وي ځکه له پانګونې سره بې روزګارو ته د کار زمینه هم برابریږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دا نل لیکه چې ۹۴.۵ کیلومټره اوږدوالی لري، د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې یې چارې پ۵۰ سلنه پرمخ تللې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه