Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اقتصاد وزارت: تېر کال مو ۲۳۴ بنسټونو ته د فعالیت جوازونه وېشلې دي

اقتصاد وزارت وایي، ۱۴۰۳ هجري - لمریز کال کې یې پنځو بهرنیو او ۱۲۹ کورنیو بنسټونو ته د فعالیت جوازونه وېشلې دي. 

د دغه وزارت ویاند طلوع‌نیوز ته وايي، دغه بنسټونه د ټولنیز خوندیتوب، روغتیا، زده کړو، کرنې، مالدارۍ او د پېښو لپاره د چمتووالي په برخو کې کار کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب زیاته کړه: «په ۱۴۰۳ کال کې پنځو بهرنيو او ۱۲۹ کورنيو بنسټونو ته د اقتصاد وزارت له‌ لوري د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو فعالیت د بشري مرستو او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کېدو په برخه کې اړین ګڼي.
 
د اقتصادي چارو شنونکی، میر شاکر یعقوبي و ویل: «د نا دولتي بنسټونو فعالیتونه کولای شي مثبتې او منفي اقتصادي اغېزې ولري. که دا فعالیتونه په سمه توګه و څارل شي، د اقتصادي ودې لپاره به ګټور وي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي، عبدالحسیب صافي و ویل: «بشردوستانه بنسټونه په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د بشري ناورین په مهارولو کې مهم رول لوبولی دی او د هغوی شتون لا هم اړین دی.»

د اقتصاد وزارت د شمېرو لمخې، دا مهال په افغانستان کې د ۲۸۰ بهرنیو بنسټونو په ګډون شاوخوا ۲۶۰۸ نادولتي بنسټونه فعال دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه