افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې د یو ملیارد او ۷۸۵ ملیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان په ۱۴۰۳ هجري- لمریز کال کې د ۱۲ میلیارده او ۹۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت له پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، ازبېکستان، ایران، قزاقستان، چین، ترکیې، عراق، تاجیکستان، روسیې او مالیزیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د افغانستان د صادراتو مجموعي ارزښت ۱.۷۸۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، او واردات ۱۱.۱۶۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي. افغانستان ډیری صادرات پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، ازبېکستان، ایران، قزاقستان، چین، ترکیې، عراق او تاجېکستان ته کړي دي.»
د کرنې او مالدارۍ خونه له پاکستان سره په سوداګریزه برخه کې رامنځته شوې ستونزې ته په نغوتې سره سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاو پر برابرېدو او همداراز له بېلابېلو هېواونو سره د سوداګریزو هوکړ پر رامنځته کېدو ټينګار لري.
میرویس حاجيزاده، د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال وایي: «موږ باید له دې فرصتونو ګټه واخلو. نور هېوادونه له دې ستونزو ګټه اخلي. موږ کولای شو په اماراتو کې ښه بازارونه پیدا کړو او بدیلې لارې رامنځته کړو، څو راتلونکي کال کې هغه ستونزې چې اوس د سوداګرو مخې ته پرتې دي، له منځه ولاړې شي.»
میرشاکر یعقوبي، د اقتصادي چارو شنونکی هم د سوداګرۍ د ښهوالي لپاره یو لړ حللارې وړاندې کوي: «د ټرانزیټي او ټرانسپورټي ستونزو حل، د مناسب ټرانسپورټ بنسټونو رامنځته کول، د بانکي محدودیتونو لرې کول او د افغانستان لپاره د نړیوالو بازارونو او مالي سیستمونو ته لاسرسی برابرول، له هغو اقداماتو څخه دي چې کولای شي د هېواد د سوداګرۍ د ودې لامل شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو لمخې، افغانستان په تېر مالي کال کې تر ډېره ډیزل تیل، اوړه، د موټرو پرزې، ګاز، درمل، غوړي او وريجې را وارد کړي دي.
په دې اړه مو اندونه