د تاجېکستان او قرغېزستان ولسمشرانو د کاسا زر پروژې یوه برخه پرانیسته.
د تاجېکستان ولسمشر امام علي رحمان او د قرغېزستان ولسمشر صادق جباروف د ډاټکا -سګد ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا مزي چارې چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې یوه له بنسټیزو برخو څخه ده، پیل کړې.
د انټرفاکس د راپور لمخې، د کاسا زر پروژې د رغاونې چارې په تاجکستان او قرغزستان کې بشپړ شوي او تمه ده تر ۲۰۲۷ زیږدیز کال پورې په افغانستان او پاکستان کې هم بشپړې شی.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا و ویل:«افغانستان کولی شي له دې پروژې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ترلاسه کړي؛ دا به د نورو پانګونو جذبولو او د هېواد د جیوپولیټیکي موقف پیاوړتیا لامل شي. د دې پروژې د تطبیق سره، د افغانستان اعتبار د راتلونکو پانګونو لپاره هم زیاتېږي.»
تر دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي وو، چې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې کار ۷۰ سلنه پرمختګ کړی دی.
اقتصاد وزارت هم وايي، چې اسلامي امارت په سیمه کې د کاسا زر پروژې د اهمیت په پام کې نیولو سره د دغې سترې پروژې ملاتړ کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري هم بیا وايي: «اسلامي امارت په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې ملاتړ کوي. ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی او دا پروژه هېواد ته ډیری ګټې لري.»
یو شمېر کارپوهان هم برېښنا د افغانستان د اقتصاد او صنعت د ودې لپاره یوه له بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼي او په افغانستان کې دننه د کاسا زر پروژې د بشپړېدو لپاره د نړیوال بانک پر ملاتړ ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، نجیب الله صدیقي بیا په دې اړه وايي: «اوس موږ هیله لرو چې نړۍوال بانک د دغې پروژې پاتې د ۳۰٪ تمویل هم وکړي څو کار یې بشپړ شي.»
د یادولو وړ ده چې د کاسا زر پروژه د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه د افغانستان له لارې د سویلي اسیا د برېښنا بازارونو ته د ۱۳۰۰ میګاواټه بریښنا د لیږد طرحه ده چې په پلي کیدو سره به یې افغانستان ۳۰۰ میګاواټه بریښنا او په کال کې شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالره ټرانزیټ ترلاسه کړي.
په دې اړه مو اندونه