د تېرو څه باندې درېیو کلونو په ترڅ کې د سمنټو د استخراج او تولید په برخو کې ۵ لوی تړونونه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د سمنټو د تولید په برخه کې له ترکي، قطري، چینايي او ځینو کورنیو شرکتونو سره ۵ لوی تړونونه لاسلیک شوي دي.
د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي چې دغه تړونونه په پروان، کندهار، هرات، جوزجان او لوګر ولایتونو کې شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي: په دغو پنځو پروژو کې له موږ سره د جبل السراج د سمنټو پروژه، د کندهار، هرات، جوزجان او لوګر د سمنټو پروژو دي. چې د پانګونې عمومي ارزښت په دغو پروژو کې ۷۶۸ میلیون افغانۍ دی.
یو شمېر کارپوهان، په دې برخه کې د ځان بسیاینې لپاره د سمنټو د تولید په برخه کې لا زیاته پانګونه مهمه ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکی، احمد فردوس بهګزین هم وايي: د سمنټو د تولید په برخه کې که موږ یې خپله وکړای شو، غوره دا ده چې موږ به د هېواد اړتیاوې بشپړې کړو. څومره چې خام مواد دلته تولید شي په اقتصادي پرمختګ کې هم رول لوبوي.
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، ایرج فقیري په دې تړاو وايي: څومره پیسې چې موږ له بهره د سمنټو د پېرلو لپاره ورکوو هغه موږ کولای شو د هېواد دننه یې ولګوو. د دې ترڅنګ چې دلته کارخونې جوړیږي نو ورسره به خلکو ته کاري فرصت هم برابر شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغانستان خپله د اړتیا وړ لویه برخه سمنټ له ایران، پاکستان او تاجکستان څخه را واردول او لا هم د هېواد په بازارونو کې پاکستاني سمنټ پلورل کیږي.
په دې اړه مو اندونه