د امریکا ولسمشر د افغانستان پر صادراتي توکو لس سلنې تعرفه لګولې چې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ منفي اغېز وکړي.
د سپنې ماڼۍ له لوري په خپور شوي نوملړ کې افغانستان ته د امریکا صادراتي توکي په ۴۹ سلنې ګمرکي تعرفو کې راغلي دي.
ډانالډ ټرمپ د خپلو اقتصادي سیاستونو په دوام د ۱۸۰ هېوادونو نوملړ خپور کړی چې د دغه هېواد له لوري یې پر توکو ګمرکي تعرفې لګول شوې دي.
ډانالډ ټرمپ ویلي: «دا تعرفې به زموږ هېواد له هغو کسانو وساتي چې موږ ته اقتصادي زیان رسوي. ډېری خلک، ښايي په ښکاره توګه نه، خو دوی به زموږ اقتصاد ته سخت زیان ورسوي. تر ټولو مهمه دا چې دا تعرفې به اقتصادي وده رامنځته کړي. داسې وده چې تاسو مخکې هیڅکله نه وي لیدلې او دا به یوه ځانګړې پېښه وي.»
په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه د امریکا او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد لوړ لګښت ته په پام سره وايي، دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه راکمه کړي.
د دغې خونې مسوولین امریکا د افغاني محصولاتو د پلور لپاره ښه بازار بولي او زیاتوي چې افغانستان یوازې په ۱۴۰۳ کال کې دغه هېواد ته د ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري سرپرست، میر زمان پوپل و ویل: «زموږ وړاندیز دا دی چې امریکا ته دا څرګنده شي چې افغانستان تازه له جګړې او کړکېچ راوتلی او باید یې له امریکا سره سوداګري زیانمنه نه شي.»
د کرنې او مالدارۍ خونې د پلاوي رییس، وسیم ساپي و ویل: «لس سلنې تعرفه به بې له شکه د افغانستان پر صادراتو منفي اغېز وکړي، ځکه موږ لا تر اوسه پوره میکانیزه شوي نه یو. موږ نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لرو.»
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري هم د امریکا د دغه اقدام په غبرګون کې و ویل: «نوې تعرفې به د دواړو هېوادونو سوداګرۍ او صادراتو ته زیان ورسوي. موږ غواړو چې د امریکا حکومت له سختو سیاستونو تېر شي او پر صادراتو د تمرکز سیاست غوره کړي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو په خبره، امریکا ته د افغانستان تر ټولو مهم صادراتي توکي لاسي صنایع، وچه مېوه او غالۍ دي او له دې امله چې افغانستان د جي اس پي یا لږ پرمختللو هېوادونو غړیتوب لري، له دې مخکې افغان سوداګریز توکي له ګمرکي محصول پرته امریکا او اروپايي ټولنې ته صادرېدل.
په دې اړه مو اندونه