د افغانستان برښنا شرکت وايي، په هېواد دننه د برښنا د تولید کچې د لوړولو په موخه د ۵۰۳ مېګاواټه برښنا د تولید ځینې پروژې تر کار لاندې دي.
د دغه شرکت د ویاند په خبره، دمګړۍ د دغو پروژو د پلي کېدو لپاره له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره تخنیکي خبرې روانې دي.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله مېوندي و ویل: «موږ له کورنیو سرچینو د ۵۰۳ مېګاواټه برښنا د تولید په برخه کې پروژې طرحه کړې وې، چې الحمدالله موږ وکولای شوای د ځینو دغو پروژو تړونونه لاسلیک کړو.»
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي په افغانستان کې د انرژۍ د تولید پر ظرفیتونو پانګونه مهمه بولي او وایي، دا چاره کولای شي له ګاونډیو هېوادونو د برېښنا د پېرلو لګښتونه راکم کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا و ویل: «له بده مرغه، افغانستان لا هم د انرژۍ په تامین کې پر وارداتو متکي دی. که وکولای شو چې له کورنیو سرچینو برښنا تولید کړو، هم به د کار زمینې برابرې شي او هم به د اسعارو د وتلو مخنیوی وشي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي، قطبالدین یعقوبي و ویل: «اوس مهال افغانستان خپله د اړتیا وړ انرژي له ګاونډیو هېوادونو واردوي. له همدې امله پر کورني تولید پانګونه کولای شي دا اتکا راکمه کړي.»
تر دې وړاندې د افغانستان د برښنا شرکت ویلي و، چې له کورني بودیجې څه باندې څلور میلیارده افغانۍ په هېواد کې د برښنايي پروژو په پلي کولو لګول شوي دي.
په دې اړه مو اندونه