د صنعتګرو د ملاتړ په موخه په هلمند کې درې صنعتی پارکونه جوړېږي.
د اوړو توليدي کارخونه تازه د هلمند په صنعتی ښارګوټي کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده چې په ۲۴ ساعتونو کې به ۱۴۰ ټنه اوړه توليدوي.
د هلمند سيمه ییز مسوولين وایي د صنعتګرو د ملاتړ لپاره د دغه ولایت په درېيو نورو برخو کې؛ د صنعتی پارکونو د جوړولو په موخه پانګه والو ته ځمکي ورکول کېږي.
د هلمند د صنعت او سوداګرۍ رياست مرستيال، نظرالدین احمدي و ویل: “موږ د هلمند په درييو برخو کې د صنعتی پارکونو د جوړولو لپاره سيمي ځانګړي کړي دي، چې ډېر ژر به يې پانګوالو ته وسپارو، ترڅو دلته صنعتی فعاليتونه لا پياوړي شي”.
د هلمند د صنایعو او کانونو خونې رییس، رحمت الله نظري هم و ویل: “موږ دلته هلمند کې ۱۵۰ زياتي فعالي لویې توليدي کارخونی لرو، چې توليدات لري. وړې کارخوني هم شته، خو د لويو کارخونو فعالېت زيات دی”.
اوسمهال د هلمند په صنعتي ښارګوټي کې ګڼ کسان کار کوي.
دوی وایي د صنعتی پارکونو پراختیا او پکې پانګونه کولای شي د وزګارۍ کچه راټيټه کړي.
د هلمند اوسېدونکی، محمدرحيم وايي: “که چیري دا ډول پانګونی وشي، نو زموږ مسلکی کسان په دندو ګمارل کیږي، کډوالو او عامو خلکو ته هم کاري زمينی برابرېدلای شي”.
کارګر، محمد هم وايي: “چې دلته د خلکو لپاره د کار زمينه برابره شي، هيڅوک بيا بهر ته د کار کولو زمينه نه ځي، خو باید د پانګه والو لپاره زياته زمينه برابره شي”.
یو بل کارګر، محمد حسن و ویل: “دلته تر شپتو پوری کسان کار کوي، خو زه د اسلامي امارت څخه غواړم، چې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو برخه کې لا زياته هڅه وکړي”.
د مسوولينو د معلوماتو پر بنسټ د دامهال دهلمند صنعتي پارک کې ۱۵۰ توليدي کارخونې فعاليت کوی چې ډېری هغه يې د پنبې د پروسيس په برخه کې فعاليت لري.
په دې اړه مو اندونه