د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر سره لیدلي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت، سرپرست نورالدین عزیزي په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال، محمد اسحاق ډار سره په کتنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.
په دغه کتنه کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري اېستلو د بهیر پر درېدو سربېره، د افغان کډوالو د مالونو او شتمنیو د لیږد لپاره د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: "په سوداګریزو، ټرانزیټي موضوعاتو او د افغان کډوال وضعیت په پاکستان کې خبرې وشوې. په دې غونډه کې د اسلامي امارت د دوه اړخیز پلاوي له لوري د کډوالو د ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره ځینې وړاندیزونه مطرح شول، چې پکې د مهاجرو بېځایه کولو د پروسې بندول تر هغو پورې چې د دې لپاره مناسب وخت برابره شي، بې بنسټه نیونې او د مهاجرو زده کوونکو د اخراج پروسه هم د دې هیواد په ښوونځیو کې بندول شامل دي."
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پاکستان له خصوصي سکټور سره په جلا ناسته کې د دغه هېواد له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
له دې سره هممهاله، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو د پاکستان د سوداګرۍ خونې له رییس سره په کتنه کې د سوداګریزو ستونزو د حل او له سیاسته د سوداګرۍ پر جلا کېدو ټینګار کړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مهمند هم وايي: موږ له پاکستاني لوري سره دې هوکړې ته ورسېدو چې اقتصاد او سیاست باید سره جلا کړو. دا زموږ وړاندیزونه وو چې دوی ته مو وکړل، دا زموږ غوښتنه ده چې دغه برخه کې مرسته وکړي.
یو سوداګر، محمد آغا سادات هم وايي: "زما غوښتنه د اسلامي امارت له پلاوي دا ده چې له پاکستاني حکومت سره یو تړون وکړي څو هغه هیواد د افغان کروندګرو او سوداګرو سره صادقانه چلند وکړي. ځکه هر کال کله چې زموږ صادرات پیل شي، هغوی د تورخم لار بندوي."
د صنعت او سوداګرۍ وارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه د چهارشنبې پر مازدیګر پاکستان ته ولاړ.
په دې اړه مو اندونه