Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د افغان - قزاق درېیم سوداګریز کنفرانس پای ته ورسېد

په کابل کې د افغانستان او قزاقستان درېیم سوداګریز کنفرانس د دواړو هېوادونو د محصولاتو د ګډ نندارتون په جوړېدو سره، پای ته ورسېد. 

 قزاقستاني ګډونوال دغه کنفرانس د بازار موندنې او سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره یوه مهمه موکه بولي.

یو قزاقستانی ګډونوال وايي:«دا یو عالي نندارتون دی، چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لامل کېږي. واقعاً خوښ مې شو. دا زما لومړی ځل دی، چې کابل ته راغلی یم. ډېر فوق‌العاده ځای دی، له بې ‌سارې مېلمه ‌پالنې سره.»

بل قزاقستاني ګډونوال هم وویل:«زه ډېر خوښ یم، چې په دغه نندارتون کې حضور لرم. ډېر ښکلی ځای دی، موږ دلته ډېر نوي شریکان پیدا کړل. په دغه نندارتون کې د قزاقستانه۲۰ شرکتونه ګډون لري. موږ په افغانستان کې ښه بازارونه پیدا کړل.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وایي، چې د دغه کنفرانس د «بي ټو بي» غونډو په لړ کې، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۱۴۰ مېلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل:«د ۱۴۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۱۷ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول»

 د زراعت او مالدارۍ خونې غړی وسیم صافي طلوع‌نیوز ته وايي:«قزاقستان په دې نندارتون کې، چې خپل محصولات یې راوړي، تر ډېره خوراکي توکي لکه تېل او نور اړین توکي دي؛ ځکه چې موږ په دې برخو کې کمبود لرو. هغوی خپلې څېړنې کړې دي، چې افغانستان کوم مواد نه‌لري، نو د هغه لپاره یې دا محصولات راوړي دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا څرګندوي:«د سیمې له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره، سټراټېژیک اقتصادي اړیکې لرل ډېر ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه چې افغانستان کولای شي خپلې اړتیاوې پر وخت او تر ټولو ټیټه بیه له ګاونډیو هېوادونو څخه وارد کړي یا هم صادرات وکړي.»

د شمېرنو له مخې، د کابل او استانې ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۵۴۵ مېلیونه ډالرو ته رسېدلی او دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې دا کچه به په راتلونکو کلونو کې درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه