Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرنې وزارت پلاوي د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته سفر کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.

د دغه سفر موخه د «ایران اکسپو» نندارتونو کې ګډون، د اقتصادي اړیکو پياوړتیا، د ګرنیزو توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیا رامنځته کول، په افغانستان کې د پانګونې لپاره په ایران کې د مېشتو افغان سوداګرو هڅونه بلل شوې ده.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد کاظم شهامت په دې هکله وايي:«د دې سفر موخه د کرنې او مالدارۍ د نوې او عصري ټکنالوژۍ لیدنه او ارزونه، له ایران مېشتو افغان سوداګرو سره د نظریاتو تبادله، او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې لپاره د بهرنیو پانګوالو پام ځان ته راګرځول دي.»

د چارو ځينې شنونکي، په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د پانګونې، اقتصادي اړیکو پراختیا او سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره دا ډول سفرونه خورا مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد کریم عظیمي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«ایران د کرنې او زراعت په برخه کې د یوه پرمختللي هېواد په توګه کولی شي خپلې ارزښتناکې تجربې له افغانستان سره شريکې کړي. افغانستان هم لا تر اوسه د اړتیا وړ پرمختګ نه‌دی کړی؛ زموږ کرنه لا هم میکانیزه شوې نه‌ده او اړتیا ده، چې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ایران تجربې افغانستان ته ولېږدول شي، ترڅو خپله کرنه میکانیزه کړو.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي قطب‌الدین یعقوبي هم وویل:«دا همکاری کولی شي د کرنې د ودې او د وضعیت د ښه‌والي لپاره، او همداراز د افغانستان د اقتصادي بنسټونو او زیربناوو د پیاوړتیا لپاره ډېر مهمه او بنسټیزه ګټه ولري.»

"ایران اکسپو" په نوم، د ایران د اسلامي جمهوریت د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون، د غويي له ۸مې تر ۱۲مې نېټې پورې د پنځو ورځو لپاره جوړېږي.

دغه نندارتون هرکال د نړۍ له سل د ډېرو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو او سوداګرو کوربه وي.

"ایران اکسپو" په نوم، د ایران د اسلامي جمهوریت د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون، د غويي له ۸مې تر ۱۲مې نېټې د پنځو ورځو لپاره جوړېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه