Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګرۍ وزارت مرستیال: ۱۶۰ زره جریبه ځمکه صنعتي پارکونو ته ځانګړې شوې ده

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي، د صنعتکارانو د ځمکې د کمښت ستونزې د حل لپاره د اسلامي امارت مشرتابه دغه وزارت ته ۱۶۰زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

احمدالله زاهد زیاتوي چې تر دې مهاله نږدې سل زره جریبه دغه ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ورکړل شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، احمدالله زاهد و و یل: «تر دې مهاله نږدې سل زره جریبه ځمکه موږ ته انتقال شوې او پر پاتې برخه یې کار روان دی. اسلامي امارت صنعتي پارکونو ته ځانګړې پاملرنه کړې او دا مهال د کابل په ګډون په یوولس ولایتونو کې د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې وېش روان دی.»

احمدالله زاهد وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پیسو لېږد ځینې ستونزې هوارې شوې دي او هڅې روانې دي چې دا بهیر دایمي حل ومومي. نوموړی زیاتوي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د صنعتي کارخونو شمېر ۴۰ سلنې لوړ شوی او دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا پنځه زره کارخونې فعالیت کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال و ویل: «اوس مهال موږ په هېواد کې شاوخوا ۵ زره کارخونې لرو او د سټنډرډ ملي ادارې او د خوړو او درملو مرستیالۍ په څېر مسوولې ادارې تر ډېره بریده هڅه کوي چې زموږ تولیدات د نړۍوالو معیارونو سره سم برابر شي.»

د اسلامي امارت دغه چارواکي له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د ځینو ننګونو په تړاو زیاته کړه چې سرپرست حکومت هڅه کوي د سیمې له ټولو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي او په دې برخه کې د بدیلو لارو د موندلو هڅې روانې دي.

احمدالله زاهد وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پیسو لېږد ځینې ستونزې هوارې شوې دي او هڅې روانې دي چې دا بهیر دایمي حل ومومي.

تصویر بندانگشتی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي، د صنعتکارانو د ځمکې د کمښت ستونزې د حل لپاره د اسلامي امارت مشرتابه دغه وزارت ته ۱۶۰زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

احمدالله زاهد زیاتوي چې تر دې مهاله نږدې سل زره جریبه دغه ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ورکړل شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، احمدالله زاهد و و یل: «تر دې مهاله نږدې سل زره جریبه ځمکه موږ ته انتقال شوې او پر پاتې برخه یې کار روان دی. اسلامي امارت صنعتي پارکونو ته ځانګړې پاملرنه کړې او دا مهال د کابل په ګډون په یوولس ولایتونو کې د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې وېش روان دی.»

احمدالله زاهد وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پیسو لېږد ځینې ستونزې هوارې شوې دي او هڅې روانې دي چې دا بهیر دایمي حل ومومي. نوموړی زیاتوي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د صنعتي کارخونو شمېر ۴۰ سلنې لوړ شوی او دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا پنځه زره کارخونې فعالیت کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال و ویل: «اوس مهال موږ په هېواد کې شاوخوا ۵ زره کارخونې لرو او د سټنډرډ ملي ادارې او د خوړو او درملو مرستیالۍ په څېر مسوولې ادارې تر ډېره بریده هڅه کوي چې زموږ تولیدات د نړۍوالو معیارونو سره سم برابر شي.»

د اسلامي امارت دغه چارواکي له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د ځینو ننګونو په تړاو زیاته کړه چې سرپرست حکومت هڅه کوي د سیمې له ټولو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي او په دې برخه کې د بدیلو لارو د موندلو هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه