د کابل په بادام باغ سیمه کې د کرنې او مالدراۍ ۳۲م نندارتون پرانیستل شو.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو دوه دېرشم نندارتون د کورنیو او بهرنیو چارواکو په حضور سره د کابل په بادام باغ کې پرانیستل شو.
د دغه نندارتون د پرانیستنې په مراسمو کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري وویل چې د دې برخې د ودې په موخه د هېواد په کچه د ۱۸۰ زره جریبه ځمکې د وېش طرحه تایید شوې ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، عطاءالله عمري په دې اړه وايي: «د اسلامي امارت له لوري هم کروندګرو او مالدارانو ته ځانګړي پروګرامونه په ورځني ډول جوړ شوي، څو دغه پروګرامونه د دې دواړو قشرونو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.»
دغه راز ، د ازبیکستان د کرنې وزارت معین وویل چې له افغانستان سره اقتصادي تعاملات مخ پر زیاتېدو دي او په ۲۰۲۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري څه باندې ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه.
د ازبېکستان د کرنې وزارت معین، ابدوذوکروف جمشید بیا وايي: «د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ اقتصادي تعاملات ډېر مهم دي. موږ دوه ګاونډي هېوادونه یو، او دا باید لا زیات کړو. په ۲۰۲۳ کال کې زموږ سوداګري شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر وه، خو له نیکه مرغه اوس دا کچه۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې او که د سلنې په حساب ووایو، ۱۳۰ سلنه زیاتوالی پکې راغلی. موږ ژمن یو چې په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړو.»
بل پلو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس ریچارډ هم د افغانستان له کروندګرو د دغه بنسټ د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس، ریچارډ ترانچارډ هم وايي: «د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د ملګرو ملتونو نورو بنسټونو په تېرو درېیو کلونو کې ترټولو لوی پروګرامونه پلي کړي دي او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان دفتر ډاډ ورکوي چې موږ به نه یوازې په بیړنیو حالاتو لکه سیلابونو، د ملخانو د موضوع یا ناروغیو کې کار وکړو، بلکې په نږدې راتلونکي کې به خپل پروګرامونه هم پراخ کړو.»
په دغه نندارتون کې ښځینه غرفه لرونکې هم پراخ حضور لري او د لاسي صنایعو په برخه کې یې خپل ځایي تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د نندارتون ګډونواله، ثریا وايي: «زه ډېره خوشاله یم چې دا ډول نندارتونونه جوړېږي، ځکه دا کولای شي د هنرمندانو او د ټولنې د نورو قشرونو ترمنځ د اړیکو پُل وي.»
د کابل د بادام باغ د کرنې او مالدارۍ په دوه دېرشم نندارتون کې د افغانستان د اتو زونونو کروندګرو، صنعتکارانو او سوداګرو په بېلابېلو برخو کې خپل محصولات د څلورو ورځو لپاره په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته اېښې دي چې له دې منځه ۵۶ غرفې د لاسي صنایعو په برخه کې ښځو ته ځانګړې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه