سره له دې چې په افغانستان کې د زعفرانو کرکېله زیاته شوې خو صادرات یې کم شوي دي.
افغانستان په تېره بیا هرات ولایت هغه ځای دی چې د زعفرانو د کرلو لپاره مناسبې ځمکې او هوا لري.
په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د دغه ارزښتناک محصول، چې « سره طلا یې» هم بولي، کرکيله زیاته شوې، خو د صادراتو په برخه کې شته ننګونو د دغه محصول نړیوال بازار ته زیان رسولی دی.
د زعفرانو صادروونکی، قدرت الله رحمتي په دې اړه داسې وايي: د زعفرانو د صادراتو پر وړاندې خنډونه دي لکه، بانکي ستونزې، د زیربناو کمښت، د حکومت له لوري اضافي پروسې او د زعفرانو د بازارموندنې په برخه کې پاتې راتګ دی چې له ۳۰ تر ۴۰ سلنې د زعفرانو په صادراتو کې کموالی راغلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغانستان په تېره یوه کال کې بېلابېلو هېوادونو ته د ۳۹ میلیون ډالرو په ارزښت ۵۹ ټنه زعفران صادر کړي دي.
خو شمېرې ښيي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال د زعفرانو صادرات د ۱۴۰۲ کال پرتله ۸ ټنه کم شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد بیا وايي: د افغانستان د زعفرانو صادارات د ۱۴۰۳ کال په لړ کې د ۵۹ ټنو په وزن او د کابو ۳۹ میلیون ډالرو په ارزښت هند، هسپانیې، سعودي عربستان، امریکا، متحده عربي اماراتو، فرانسې، اسټرالیا، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو ته شوي دي.
د افغانستان د زعفرانو اتحادیه هم وايي، د کرکیلې کچه لوړه شوې او کروندګرو زعفرانو ته لا زیات پام اړولی دی.
د افغانستان د زعفرانو د اتحادیې رییس، محمد ابراهیم عادل څرګندوي چې: د صادارتو په برخه کې ستونزې لرو چې تر اوسه نه دي حل شوي. له کرنې او سوداګرۍ وزارتونو سره په خبرو اترو کې یو څو د زعفران د صادراتو پر وړاندې شته ستونزې حل کړای شي.
د دغې اتحادیې پر باور، که د کرکیلې دا بهیر همداسې دوام وکړي، اټکل کېږي چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې به د ټول هېواد زعفران څه باندې ۶۵ ټنو ته ورسېږي.
په دې اړه مو اندونه