د افغانستان د وچې مېوې ځينې صادرونکي د اتاري - واګه بندر د تړلو پاتې کېدو له دوامه اندېښمن دي.
هغوی د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي، چې د دغې ستونزې د حل لپاره له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.
اتاري- واګه بندر، چې د پاکستان له لارې، د افغانستان او هند ترمنځ په سوداګرۍ کې تر ټولو ارزانه او اسانه لار ده؛ څه باندې یوه اوونۍ کېږي، چې د افغانستان د صادراتي توکو پر مخ تړلې ده.
د وچې مېوې صادرونکی فیصل امیرخېل په دې هکله وویل:«زموږ ډېری صادراتي توکي له همدې بندره بهر ته لېږل کېږي، او دا زموږ او نورو سوداګرو لپاره چې نشو کولای خپل توکي پر وخت صادر کړو، یوه ستره ستونزه ده.»
د وچې مېوې تولیدونکی پیر محمد وايي:«واګه بندر چې دا مهال تړل شوی، د وچې مېوې پر صادراتو ډېر منفي اغېز کړی دی، په ځانګړې توګه بزګران چې دا محصولات تولیدوي هم له دې وضعیته زیان ويني.»
له دې سره هممهاله، د هند د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري یو مکتوب، چې طلوعنیوز ته رسېدلی، ښيي چې نوی ډیلي د هر ډول ټرانزیټي او وارداتي توکو لېږد د پاکستان له لارې تر بلې خبرتیا درولی دی.
د کابل د وچو مېوو ټولنه وایي، د اتاري–واګه لار که څه هم د پاکستان له لوري پرانیستل شوې؛ خو د هند له خوا لا هم تړلې پاتې ده.
دغه ټولنه ټینګار کړی، چې دمګړۍ د افغانستان د صادراتي توکو شاوخوا ۱۵۰ کانټینره د هند ته د ننوتو په تمه دي.
کابل کې د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې رییس خالد رحماني په دې هکله څرګندوي:«د وچو مېوو صادرونکو ټولنه له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې دا موضوع له هند سره له ډیپلوماتیکو لارو تعقیب کړي، تر څو د دې لارې د ژر تر ژره پرانیستلو لپاره زمینه برابره شي.»
د یادونې ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته؛ د اپریل میاشتې په ۲۲ مه نېټه؛ اتاري- واګه بندر د هر ډول صادراتو او وارداتو پر مخ وتړل شو.
په دې اړه مو اندونه