د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت شمیرې ښیې چې په افغانستان کې د چرګانو په سکټور کې له سلو زرو زیات کسان په مستقیم ډول او درې سوه شپیته زره نور په نامستقیم ډول په کار بوخت دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دوی په هڅو هېواد کې د چرګانو فارمونه له درې زرو نږدې ۱۴ زرو ته پورته شوي دي.
د دغه وزارت مرستیال وايي، اوس مهال په هېواد کې د چرګانو ساتنې سکټور مخ په غوړېدو دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، صدراعظم عثماني زیاتوي: «په دې سکټور کې له سل زرو زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»
په همدې حال کې د چارو ادارې رییس هېواد کې پر اقتصادي پراختیا او پانګونې ټینګار کړی او ویلي یې دي، د اسلامي امارت رهبر ټولو ادارو ته امر کړی، چې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې هر ډول خنډونه لرې او هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د چارو ادارې رییس، نور الحق انور هم وايي: «د اسلامي امارت دفترونو او ادارو ته حکم ورکړ شوی چې هیڅوک نشي کولای د پانګوالو او پانګونې پر وړاندې خنډ جوړ کړي.»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، نجیب الله حیات حقاني څرګندوي چې: «حکومت باید په اقتصادي ډګر کې اسانتیاوې برابرې کړي، څو خصوصي سکټور وکولای شي خپل فعالیتونه په ازاد ډول پر مخ یوسي او خپلو موخو ته ورسېږي.»
ورته مهال بیا د چرګانو فارمونو ټولنې مسوولین وايي، اوس مهال په ټول هېواد کې د چرګانو پر فارمونو یو میلیارد او پنځه سوه میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.
دوی دغه راز د خنډونو لرې کولو او له دغه سکتور د ملاتړ غوښتنه کوي.
د چرګانو فارم سرتاسري ټولنې مرستیال، توریالی همت وايي: «یوازې د افغانستان اړتیاوې نهدي پوره شوې، بلکې دا ظرفیت هم لري چې بهرنیو هېوادونو ته هم صادر شي. په دې سکټور کې ټولټال یو میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې دا د افغانستان په سکټورونو کې تر ټولو لویه پانګونه بلل کېږي.»
د مسوولینو د معلوماتو لمخې، اوس مهال په ټول هېواد کې ۱۳ زره او ۸۵۰ لوی او کوچني فارمونه شته، چې له منځه یې ۱۲ زره او پنځه سوه فعال او هره ورځ له ۱.۲ میلیونو څخه تر ۱.۴ میلیونه کیلو ګرامه پورې غوښه تولیدوي.
په دې اړه مو اندونه