د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد به یې له افغانستان سره د رېل ګاډي، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
رشید مردوف د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت له سرپرست، امیرخان متقي سره د کابل او عشقآباد د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل و ویل: «د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د ټاپي پروژې روان بهیر مثبت وباله او د رېل ګاډي، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې یې د عملي همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه.»
په ورته مهال، د هرات والي چې ترکمنستان ته یې سفر کړی، د دغه هېواد د ماري ولایت له والي او نورو ځايي چارواکو سره یې د سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا، د صادراتو او وارداتو په برخه کې پر اسانتیا، او د ټاپي پروژې په ګډون یې د سترو ګډو پروژو پر چټکتیا خبرې کړې دي.
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي د افغانستان سټراټیژیک موقعیت ته په پام سره، د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا د افغانستان په ګټه بولي.
د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان و ویل: «موږ باید د ترکمنستان له شته فرصتونو ګټه واخلو. موږ باید د ترکمنستان له تجربو او امکاناتو د خپل هېواد په ګټه استفاده وکړو.»
ترکمنستان د منځنۍ اسیا یو له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره پر سوداګریزو اړیکو سربیره، له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د ګازو د لیږد تر ټولو لویه پروژه (ټاپي) پلي کوي.
تر دې مهاله، د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې کار څه باندې ۱۴ کیلومټره مخته تللی دی.
په دې اړه مو اندونه