Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند او پاکستان کړکېچ؛ د افغانستان صادرات یې څومره زیانمن کړي؟

د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د افغانستان د وچې مېوې ۷۰ سلنې صادرات کم شوي دي.

افغانستان هر کال هند او پاکستان ته نږدې یو نیم میلیارد ډالره صادرات کوي، خو، د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي ننګونو له امله افغانستان د خپلو تولیداتولپاره د خورا ښه بازارونو د له لاسه ورکولو په درشل کې دی.
د شمېرو له مخې، افغانستان یوازې تېر کال له هند او پاکستان سره د درې میلیاردو او ۲۴۶ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد هم وايي: د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان اسلامي جمهوریت ترمنځ په ۱۴۰۳ لمریز کال کې ټولټال دوه میلیارده او ۳۵۶ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده، چې له منځه یې  ۷۴۴ میلیونه ډالره صادرات او له یو میلیارد او ۵۱۲ میلیونه ډالرو زیات واردات جوړوي.

 په داسې حال کې چې د دغو ترینګلتیاوو له امله تر اوسه د واګه بندر له لارې هند ته د افغانستان د ۵۰۰ میلیون ډالرو صادرات درېدلي دي، خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه پر دې باور ده، چې د دغه وضعیت دوام به د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان سوداګرۍ ته زیان ورسوي.
 
دغه خونه هند او پاکستان د افغانستان لپاره مهم بازارونه ګڼي، ځکه چې دواړه هېوادونه هم نږدې دي او هم د افغانستان له اوسنيو معیارونو سره برابر توکي مني.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: که کړکېچونه زیات شي ـ که څه هم دا مهال تر دې حده نه‌دي رسېدلي چې ګواکې مخامخ جګړه، ځمکنۍ جګړه او یرغلونه پیل شي ـ خو په هر صورت یې اغېزې همدا اوس هم منفي دي. او که دا کړکېچونه زیات شي، موږ پر دې باور یو چې نه یوازې هند او پاکستان ته زیان رسېږي، بلکې ټولو ګاونډیو ته به، په ځانګړي ډول په دې سیمه کې لکه افغانستان، منځنۍ اسیا، ایران او ان تر خلیج پورې، دا ستونزې منځته راشي.

د وچې مېوې د صادرونکو ټولنه وايي، دې چارې د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ۷۰ سلنه کمښت راوستی او صادرونکو ته یې میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.

د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې ویاند، خالد رحماني هم وايي: د واګه بندر تړل کېدو د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ۷۰ سلنې کموالی راوستی او همداراز یې سوداګرو او کروندګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د وچو مېوو د راټولولو فصل ته په کتو یې دوی سخت اندېښمن کړي دي.

اوسمهال د افغانستان د صادراتي توکو څه باندې ۱۶۲ کانټینره، چې ډېری یې وچه مېوه ده، په واګه بندرې کې اېسار پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه