د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د خرلاڅي دروازه له اووه مياشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د سوداګرۍ پرمخ پرانيستل شوه.
د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونه او ځینې سوداګر له پاکستانه غواړي چې د سوداګرۍ پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.
د پکتيا د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، حسيب الله ګرديزي و ویل: «د پکتيا ډنډ پټان د خرلاڅي دروازه تېره ورځ د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه، له پاکستانه مو غوښتنه دا ده چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې حل او پر دې لار د سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي، ډېر ځل په جزوي خبرو دغه لار تړي او په راتلونکې کې بايد ستونزې جوړې نه کړي.»
ورته مهال ځینې سوداګر په خرلاڅي دروازه کې د لازیاتو اسانتیاو پر برابرولو ټینګار کوي.
پکتیا کې سوداګر، خواجه الدين کليوال و ویل: « د نورو لارو پرتله د ډنډ پټان لار ډېره لنډه او اقتصادي ده او سوداګرۍ پر مخ بايد دا دروازه پرانیستې وي او موټر چaلوونکي هم خوښ دي چې پر دغه لار د موټرو پر وړاندې خنډونه نشته.»
بل سوداګر، محبوب الله محمدي و ویل: «د ډنډ پټان بندر د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم دی خو پاکستان تل پرې ستونزې جوړوي، نو حکومت ته په کار ده چې پر نورو بديلو لارو د سوداګرۍ لپاره اسانتياوې برابرې کړي چې يو له هغو د واخان بندر ده چې موږ د هند او چين بازارونو سره نښلوي او دا په اقتصادي وده کې مهم رول لرلی شي.»
د خرلاڅي دروازې سربېره د تورخم او غلام خان دروازې هم د پاکستان له لوري د تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ تړل شوې وې، چې تورخم دروازه تر شاوخوا یو میاشتني ځنډ وروسته د دواړو لورو تر هوکړې وروسته پرانیستل شوه.
په دې اړه مو اندونه