د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د نږدې ۵۰ مېلیون ډالرو په ارزښت ۳۰ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
دا هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د تواصل په کنفرانس کې لاسلیک شوي، چې پهکې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د سوداګرۍ د خنډونو پر حل او ازبیکستان ته د افغان صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد په دې هکله وايي:«موږ مننه کوو، چې هغوی واقعاً په ټولو نړۍوالو کچو کې د اسلامي امارت ملاتړ کړی دی. د هغوی همکاري یوازې تر کنفرانسونو او هوکړهلیکونو محدوده پاتې شوې نهده؛ بلکې عملي بڼه یې هم خپله کړې او له همدې امله له دغه هېواد سره ښې لاستهراوړنې ترلاسه شوې دي.»
ورته مهال، د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس، دوران وهاباوف، د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ځینې ننګونې تائید کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه ستونزې به حل شي.
هغه همدا راز زیاته کړه، چې د دغه هېواد سوداګر هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دي.
د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس په دې هکله زیاتوي:«زه فکر کوم، چې د دغې درېیمې ناستې پایله به د ۱۰ تر ۱۵ ورځو په ترڅ کې به په څرګنده توګه، د ګډو سوداګریزو تړونونو او هوکړهلیکونو د لاسلیک لامل شي؛ ځکه چې موږ اوس د نساجۍ، ودانۍ او د خوړو د تولید کارخونو پر اړوندو موضوعګانو کار کوو.»
په همدې حال کې، د افغانستان خصوصي سکتور مسوولان هم د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي او د افغانستان، ترکیې او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ګډو خونو د جوړولو لپاره د هڅو یادونه هم کړې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مهمند څرګندوي:«سوداګري یوطرفه نهشي کېدی. هغه بازار چې په ترمذ کې جوړ شوی یا په جوړېدو دی، زموږ لپاره ډېره مهمه ده. موږ غواړو د دې لارې له تعاملاتو سوداګریزې اړیکې پراخه کړو او هیله لرو، چې ازبیکستان د افغانستان له شته مهمو فرصتونو استفاده وکړي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري سرپرست میرزمان پوپل وايي:«هوکړهلیکونه لاسلیک شوي او د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ له ۳۰ زیات تړونونه لاسلیک شوي، چې ټولیز ارزښت یې له ۴۵ تر ۵۰ مېلیونه ډالرو دی.»
که څه هم د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې اوس محدودې دي؛ خو ازبیک پانګوال په فاریاب ولایت کې د طوطي میدان د ګازو په کان کې نږدې یو مېلیارډ ډالره پانګونه کړې ده.
ازبیکستان همدارنګه د «افغان - ترانس» په نوم د وسپنې پټلۍ پروژه په افغانستان کې پر مخ وړي، چې له بشپړېدو سره به افغانستان له دې لارې نه به د پام وړ ګټه ترلاسه کړي.
په دې اړه مو اندونه