Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عزیزي: افغانستان او روسیه په سوداګرۍ کې د ځايي اسعارو د کارونې په لټه کې دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي وایي، چې د بندیزونو له امله افغانستان او روسیه هڅه کوي، چې سوداګریز تبادلې د امریکایي ډالر پر ځای په ځايي اسعارو ترسره کړي.

نوموړي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړې، چې په دې اړه د کابل او مسکو ترمنځ تخصصي خبرې روانې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې هکله وویل:«موږ دا مهال تخصصي خبرې اترې روانې کړې دي، چې دا خبرې هم د سیمې او نړۍ له اقتصادي پلوه ارزښت لري، او هم د هغو ستونزو په رڼا کې چې افغانستان اوس ورسره مخ دی او همداراز هغه مسایل، چې روسیه ورسره مخامخ ده، بحثونه ترسره کېږي. ان‌شاءالله، زه باوري یم چې دا یو ډېر ښه انتخاب دی.»

سره له دې چې اوس مهال د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۳۰۰ مېلیونه ډالرو پورې ده؛ خو نورالدین عزیزي هیله څرګنده کړې، چې دا کچه لوړه شي.

 د نوموړي په وینا، د محلي اسعارو کارول به وکړای شي، چې په اوږدمهاله توګه د هېواد اقتصاد ته ثبات ورکړي او د سوداګرو او مصرفوونکو لپاره لګښتونه راکم کړي.

نورالدین عزیزي زیاته کړه:«د روسیې بانکونه زښته زیات دي، خو نږدې ۵۰ سلنه یا تر هغه هم زیات یې د بندیزونو لاندې دي. ځینې روسي بانکونه د نړۍوالې ټولنې له لوري تر بندیزونو لاندې راغلي دي. موږ غواړو، چې د لګښتونو د راکمولو لپاره له هغو بانکونو سره راکړه ورکړه وکړو، چې بندیزونه پرې نه‌دي لګول شوي، او خپل کارونه پر مخ یوسو.»

نوموړي دغه راز ویلي، چې افغانستان له چین سره د سوداګرۍ په تبادله کې د ځايي اسعارو د کارولو لپاره هم ګامونه پورته کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل:«لکه څرنګه، چې غواړو له روسیې سره د سیمه‌ییزو او ځايي اسعارو له لارې راکړه ورکړه ولرو، همداراز مو هیله ده، چې له چین سره هم ورته اړیکې ولرو. موږ په دې برخه کې ځينې وړاندیزونه لرو، او تر دې دمه یو یا دوه ځلې خبرې اترې هم شوې دي. غواړو چې په دې برخه کې له چین سره هم پرمختګ وکړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال له روسیې او چین سره د افغانستان سوداګري زیاته شوې ده. د راپورنو له مخې، افغانستان اوس مهال له چین سره تر یو مېلیارد ډالرور په زیاته اندازه راکړه ورکړه لري.
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړې، چې په دې اړه د کابل او مسکو ترمنځ تخصصي خبرې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه