Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسوولین: سږ کال ننګرهار کې د شفتالانو حاصلات زیات شوي

د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وایي، سږ کال دغه ولایت کې د شفتالانو حاصلات زیات شوي او اټکل کیږي چې د دغه ولایت له بڼونو به سږ کال څه د پاسه ۹ زره مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شي. 
 
دوی وایي، د ننګرهار په ۱۵ ولسوالیو کې پر ۲ زره او ۶۰۰ جریبه ځمکه د شفتالانو بڼونه جوړ شوي دي. 

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند، اجمل سبحاني و ویل: «د اټکل لمخې به سږ کال ٩ زره او ٣٨ اعشاریه ٧٥ مټریک ټنه حاصل ورکړي، د شفتالانو د ترویج په موخه د کرنې ادارې نوي بڼونه جوړ کړي او نور هم په پلان کې لرو او همدارنګه بڼوالو ته مو کرنیز وسایل ورکړي او د ناروغیو او نورو برخو کې مو روزلي دي.»

ورته مهال بڼوال او د میوې سوداګر له سرپرست حکومته غواړي چې د کورنيو تولیداتو د ملاتړ په موخه د موسمي مېوو د وارداتو مخه ونیسي.

ننګرهار کې د مېوې، یونس و ویل: «له نورو هېوادونو چې مېوې راځي باید د هغې مخنیوی وشي، خپلو مېوو ته دې لومړیتوب ورکړل شي چې ګټه یې بڼوالو ته پاتې شي.»

اسماعیل چې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې یې اته کاله وړاندې پر اته جریبه ځمکه د شفتالانو بڼ جوړ کړی، وایي، کال په کال یې حاصلات زیاتیږي او له دې لارې د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو سربېره یې څو نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.

اسماعیل د طلوع‌نیوز خبریال ته زیاته کړه: «دومره مېوه یې نیولې چې د ډېر وزن له امله نور بوټي په ماتېدو دي، مونږ لګیا یو را ټولوو یې خو بیا هم نه کمیږي، ماشاءالله باغ مې دومره حاصل کړی چې تېر کال یې لس زره ډالر کړي وو او سږ کال هیله لرم چې شل یا دېرش زره ډالر وکړي.»

د اسماعیل په بڼ کې کارګر، حضرت باز و ویل: «موږ ته د ورځې درې سوه روپۍ راکوي او که داسې بڼونه جوړ شي، نو زموږ پشان ډېر ځوانان بېکاره ګرځي او ډېرو ته به د کار زمینه برابره شي.»

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو لمخې تېر کال د دغه ولایت د شفتالانو له بڼونو ۸ زره او ۹۶۴ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه