د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو په بېو کې لوړوالي، د پلازمینې د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړي ډي.
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي یو ځل بیا د تېرې اوونۍ پرتله د خوراکي توکو د بیو لوړېدو ته اندېښمن دي.
د کابل اوسېدونکی، فضل محمد په دې اړه وايي: یوه اونۍ مخکې که ته راغلی وای، د اوړو یو بوجۍ ۱۳۵۰ افغانۍ وه، اوس ۱۴ نیم یا ۱۵۰۰ ته رسېدلې دی. د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری دی.
جمیل هم چې د کابل اوسېدونکی دی داسې وايي: هغه کسان چې عمده توکي راوړي، باید کنټرول شي، پرچون هم باید کنټرول شي، څو نرخونو باندې یې اغېز کم وي، ځکه د خلکو اقتصاد خراب دی او کار نهشته.
د پلازمېنې ځينې هټیوال وایي چې د دغو خوراکي توکو بیې له ۱۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې لوړې شوې دي او لامل یې په ګاونډي هېواد کې جګړه ګڼي.
د لومړنیو توکو اوسنی او د یوې اوونۍ مخکې بیې:
توکي اوسنۍ بیه د یوې اوونۍ مخکې بیه
یو بوجۍ اوړه ۱۵۵۰ افغانۍ ۱۳۵۰افغانۍ
یو بوجۍ وریجې ۲۵۰۰ ۲۲۰۰افغانۍ
۱۰ لېټره غوړي ۱۱۰۰افغانۍ ۹۵۰ افغانۍ
هټۍ وال، عبدالباقي بیا وايي: د دې حالت دلیل همدا روانه جګړه ده، له همدې یوې اونۍ راهیسې چې جګړه شوې، بندرونه بند دي، مالونه نه راځي، له همدې امله نرخونه لوړ شوي دي.
خو د طلوع نیوز نوي موندنې ښيي چې تېر کال د تېلو، اوړو او وریجو په څېر د لومړنيو توکو واردات تر ایرانه د منځنۍ اسیا له هېوادونو، پاکستان او مالیزیا ډېر وو.
په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د لومړنیو توکو د وارداتو ارزښت
غوړي
مالیزیا: ۲ میلیارده او ۴۰۱ میلیونه ډالر
پاکستان: ۳۰ میلیونه او ۸۳۴ زره ډالر
ازبیکستان: ۲۸ میلیونه او ۲۶۰ زره ډالر
روسیه: ۲۶ میلیونه او ۸۷۴ زره ډالر
قزاقستان: ۱۱ میلیونه ډالر
ایران: ۸ میلیونه او ۲۰۲ زره ډالر
اوړه:
ازبیکستان: ۳۳۴ میلیونه او ۵۹۷ زره ډالر
قزاقستان: ۳۳۴ میلیونه او ۱۵۱ زره ډالر
روسیه: ۵۴ میلیونه او ۸۱۲ زره ډالر
پاکستان: ۱۷ میلیونه او ۶۵۳ زره ډالر
تاجېکستان: ۱ میلیون او ۵۹۷ زره ډالر
ایران: ۴۰ زره او ۴۶۳ ډالر
وریجې:
پاکستان: ۳۲۳ میلیونه او ۵۹۶ زره ډالر
قزاقستان: ۴۰ زره او ۵۷۹ ډالر
ایران: ۸۴۴ ډالر
لکه څنګه چې، ایران د هغو اوو هیوادونو په ډله کې شپږم ځای لري چې افغانستان ته تېل واردوي، په داسې حال کې چې مالیزیا، پاکستان او ازبیکستان لومړی ځای لري.
د اوړو د وارداتو په برخه کې، ایران د شپږو هېوادونو له ډلې شپږم او ازبیکستان، قزاقستان او روسیه په لومړیو لیکو کې دي.
که څه هم په پلازمېنه کې د یوې بوجۍ وریجو بیه ۳۰۰ افغانۍ لوړه شوې، خو له ایرانه د وریجو واردات درېیم ځای لري، پاکستان او قزاقستان په لومړیو درجو کې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزی وايي: کمیسیون چې د نرخنامې لپاره ټاکل شوی، باید د ټولنې او نړۍ وضعیت ته پام وکړي او نرخونه دې عادلانه تعین کړي. هیڅ شک نشته چې یو شمېر فرصتطلبه کسان ښايي دا کار وکړي. نه مو له ایرانه دومره غوړي راوړل چې قیمت یې لوړ شي، نه مو دومره وریجې راوړې، او نه هم دومره غنم او اوړه چې باید دومره ګران شي.
که څه هم د کابل ښاروالي تل په پلازمېنه کې د بیو د کنټرول لپاره د جدي څارنې خبره کوي، خو د هېواد د بازارونو بې ثباتي او د بیو لوړوالی هغه ننګونې دي چې هېوادوال په ځانګړې توګه د پلازمېنې اوسېدونکي ورسره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه