د چین - سویلي اسیا نهم نړۍوال نندارتون تېره ورځ (پنجشنبه) د دغه هېواد په کومنینګ ښار کې د افغان سوداګرو په ګډون پرانیستل شو.
افغان سوداګرو په ۸۸ غرفو کې د غالیو، لاسي صنایعو، وچې مېوې او زعفرانو په ګډون خپل بېلابېل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
غه نندارتون کې د نړۍ له ۵۴ هېوادونو ۱۴ سوه شرکتونو ګډون کړی دی.
افغان غرفه لرونکي، علي میثم و ویل: «ډېر خوښ یم چې سږ کال مې وکولای شوای دغه نندارتون کې ګډون وکړم، ځکه ومو کولای شوای چې د ۲۹ نورو هېوادونو ترڅنګ خپل محصولات دلته نندارې ته وړاندې کړو او ډېر پېرودونکي جلب کړو.»
بل غرفه لرونکي، محمد جان و ویل: « دغه نندارتون د افغاني تولیداتو په ځانګړې توګه د غالیو لپاره ډېر مهم دی. د دغه راز نندارتونونو له لارې موږ کولای شو خپلې غالۍ وپلورو او نوي تړونونه وکړو.»
بلخوا، د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو ټولنه دغه نندارتون نړۍوالو بازارونو ته د کورنیو تولیداتو په تېره بیا د غالیو د ور پېژندلو او له بهرنیو سوداګرو سره د اړیکو جوړولو په برخه کې یو غوره فرصت بولي.
د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو ټولنې عامل رییس، عبدالمنان حیدري په دې اړه زیاته کړه: «مهم مسایل دا دي چې چین د نړۍ دویم اقتصاد دی نو موږ کولای شو هلته اوږدمهاله پېرودونکي جلب کړو.»
د چین کومنینګ نندارتون د سیمې یو له سترو سوداګریزو نندارتونونو دی چې هر کال اسیایي او ځینې نور هېوادونه پکې ګډون کوي.
سږ کال دغه نندارتون د جون له ۱۹مې تر ۲۴مې د یوننان ایالت په کومنینګ ښار کې جوړ شوی دی.
په دې اړه مو اندونه