Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د واګه بندر تړل کېدو د افغانستان د وچې مېوې صادرات له ګواښ سره مخ کړي

د اتاري-واګه بندر بندښت، چې هند ته د افغانستان د صادراتو یوه له مهمو لارو ده، د وچې مېوې صادروونکي اندېښمن کړي دي. 

د وچو مېوو صادرونکو ټولنه وايي، له دغې لارې د لاریو د تګ راتګ ځنډول به د وچو او تازه مېوو صادرات د پام وړ کم کړي.

دغې ټولنې پر پاکستاني او هندي چارواکو غږ کړی د افغان لاریو د تګ راتګ لپاره دې دغه لار بېرته پرانیزي. 

د کابل د وچې مېوې د صادروونکو ټولنې ویاند، خالد رحماني طلوع‌نیوز ته و ویل: «هیله من یو چې ژر تر ژره به د واګه او چابهار بندرونو بدیلې لارې پرانيستل شي. د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي او سوداګریزو کړکېچونو ته په کتو، مونږ اټکل کوو چې صادرات به مو کم شي.»

د اتاري-واګه بندر د هند او پاکستان تر پوځي ترینګلتیاو وروسته، د مې میاشتې پر نهمه د شاوخوا ۱۶۲ افغان بار وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شو خو بېرته وتړل شو. 

د تازه مېوو د راټولولو موسم په رانږدې کېدو سره، ځینې افغان سوداګر اندېښمن دي چې د دغې لارې تړل کېدل به د افغانستان پر صادراتو ناوړه اغېز وکړي او جدي ستونزې به رامنځته کړي.

دغه سوداګر له اړونده چارواکو غواړي چې د دې مهمې سوداګریزې لارې د بېرته پرانیستو لپاره له ډیپلوماټیکو لارو کار واخلي.
 
د کرنې او مالدارۍ خونې د نړۍوالو اړیکو رییس، امید حیدري و ویل: «مونږ له اسلامي امارت، په ځانګړي ډول له بهرنیو چارو وزارته غواړو چې د هند د بهرنیو چارو وزارت سره اړیکې ټینګې کړي، څو دغه ستره سوداګریزه لار پرانیستل شي.»

افغان سوداګر، محبوب‌الله محمدي و ویل: «زمونږ ډېری صادرېدونکي محصولات وچې مېوې په ځانګړې توګه جلغوزې، چې مونږ یې له واګه بندره هند ته صادروو؛ خو د صادراتو د کمېدو له امله سږ کال مونږ ته ډېر زیان رسیدلی، چې موږ ونشوای کولای چې نړۍوالو بازارونو ته خپل توکي ورسوو.»

د اتاري–واګه بندر د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سېلانیانو تر برید وروسته چې د پاکستان او هند ترمنځ یې ترینګلتیاو ته لار هواره کړه، تړل شوې ده. دغې مسلې د افغانستان پر سیمه ییزو صادراتو او سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.

د وچو مېوو صادرونکو ټولنې پر پاکستاني او هندي چارواکو غږ کړی د افغان لاریو د تګ راتګ لپاره دې دغه لار بېرته پرانیزي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه