د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وايي، اسلامي امارت د بانکي بندیزونو له امله د رامنځته شویو فشارونو سره د مبارزې او پر ډالرو د اتکا کمولو لپاره له روسیې، چین او ایران سره د ګډو بانکونو د جوړولو خبرې پیل کړې دي.
عبداللطیف نظري له سپوټنیک خبري اژانس سره خبرو کې زیاته کړې، چې دغه اقدام کولی شي د نړۍوالې ټولنې ځینې سیاسي او اقتصادي فشارونه له منځه یوسي او د افغانستان د اقتصادي تعاملاتو د ودې لپاره لار هواره کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال و ویل: «موږ هڅه کوو چې له هغو هېوادونو سره چې اړیکې مو ورسره ښې دي او عملاً پر افغانستان د سیاسي بندیزونو په بهیر کې برخه نه لري، د ګډو بانکونو له لارې دغه ستونزه حل کړو، څو زموږ او د دغو هېوادونو ترمنځ بانکي تعاملات رامنځته شي، زموږ سوداګرو ته د پېسو په لیږد کې اسانتیا رامنځته شي او دغه راز د افغانستان بانکونه د سیمې له بانکونو سره ونښلول شي.»
د نظري په خبره، افغانستان په اقتصاد محوره سیاست سره چمتو دی چې په سیمه کې د اقتصادي بیارغونې په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.
هغه د کابل او مسکو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا یادونه کړې او له روسیې یې غوښتي، چې په بېخ بنایي بیارغونه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د اسلامي امارت دغه چارواکي ویلي: «موږ غواړو د افغانستان زېربناوې بیا ورغوو او پیاوړې یې کړو. دغه برخه کې، طبیعي ده چې موږ د روسیې په څېر د افغانستان د دوست هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لرو او هیله لرو چې دا همکاري د پرمختګ لامل شي، ځکه د افغانستان ډېرې زېربناوې د روسیې د فعالیتونو پایله ده.»
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې ناامني په تېر حکومت کې د ټاپي پروژې د پلي کولو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ و او اوس دغه خنډ له منځه تللی او افغانستان کې د ټاپي پروژې پر وړاندې هیڅ خنډ نشته.
عبداللطیف نظري په دې اړه و ویل:«د تېر حکومت پر مهال ناامني زموږ تر ټولو لوی خنډ و خو اوس ټول خنډونه له منځه وړل شوي او د اسلامي امارت مسوولین اراده او انګېزه لري چې دا پروژه بشپړه شي.»
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال دغه راز زیاته کړې، چې د ایران او اسراییل ترمنځ روان کړکېچ ښايي د افغانستان او ایران ترمنځ پر سوداګرۍ منفي اغېز وکړي.
په دې اړه مو اندونه