Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اترا : په ټول هېواد کې ۳۰ سلنه مخابراتي خدمتونه پرې شوي

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا مني چې په ټول هېواد کې د مخابراتي خدمتونه ۳۰ سلنه قطع او پرې شوې دي.

اترا اداره وايي، په ځینو ناامنه سیمو کې له کلونو راهیسې مخابراتي شبکې بې عایده فعالیت کوي چې له کبله یې د مخابراتي شبکو مصارف د کمېدو پر ځای لوړ شوي دي.

په همدې حال کې یو شمېر سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې یوازې په فراه ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې له ۱۱ پایو څخه یې ۵ انتنونه طالبانو یا ویجاړ کړي یا یې اور وراچولی دی.

رپوټونه وایي چې د دوشنبې پر شپه طالبانو د فراه ولایت په جوین ولسوالۍ کې په یوه توغندويي برید کې په دغه ولایت کې د سلام د دولتي مخابراتي شبکې پنځم سایټ هم له منځه یووړ.

فراه هغه ولایت دی چې له اوونیو راهیسې په‎کې خصوصي مخابراتي شبکې فعالیت نه لري او سلام شبکه هم یوازې څومحدود ساعتونه کار کوي.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی عبدالستار حسیني وايي:«داسې کسان وو چې هلته مړه شوي، زده‎کړلان وو چې له خپلو پلرونو او میندو یې احوال نه درلود. موږ له خپلو چارواکو، په ځانګړې توګه له کشفي او استخباراتي ارګانونو د دغې مسلې د جدي تعقیب غوښتونکي یوو.»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مني چې یوازې په فراه کې نه بلکې د هېواد په نورو برخو کې هم خلک د مخابراتي شبکو د محدودیت او یا نه فعالیت له ستونزې سره مخامخ دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند شیرشاه نوابي څرګنده کړه:«تر ډېره په هغو ولایتونو کې چې طالبانو عملاً فعال حضور لري، د بېلګې په توګه لوېدیځ ولایتونه، په همدې بڼې، شمال ختیځ ولایتونه، موږ له دغو ګواښونو سره مخ یوو.»

خو اترا یا د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره د مخابراتي شبکو د خدمتونو بندېدل یا محدودیت د هېواد په څو برخو پورې محدود نه بولي او دغه راز وايي چې دا ستونزه له څو کلونو راهیسې شته.

د اترا ادارې د څارنې او کنټرول رییس سید حارس میر په دې اړه زیاتوي:«یوازې په یوه ولایت کې نه په دوه ولایتونونو کې نه، بلکې کابو ۳۰ سلنه مخابراتي شبکې بندې دي! دا په مخابراتي شبکو فوق‎العاده فشار دی چې لګښت لري؛ خو عاید نه.»

په دغه راز وضعیت کې حکومت په ټول هېواد کې د مخابراتي شبکو د تاسیساتو د ساتنې لپاره پر یوې طرحې د کارکولو خبر ورکوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«موږ هیله لرو چې د دغې طرحې له عملي کېدو سره، لږ تر لږه د انټنونو په خوندیتابه کې، موږ وکړای شو ډېره هڅه وکړو.»

د ټکنالوژۍ د برخې کارپوه سید خداداد موسوي هم څرګندوي:«دا زموږ موجود شرایط دي. دوه او درې کاله وروسته، کله چې د استفادې کچه له دې لوړه شي، شرایط لا حساس کېږي؛ نو پر دې بنسټ اړتیا ده یو لړ پروګرامونه او پلانونه وارزول شي چې په راتلوونکي کې، دا ګواښونه کمې اغېزې ولري.»

په افغانستان کې د مخابراتي شبکو د محدودیتونو ستونزه کال پر کال ډېرېږي. ویل کېږي چې د هېواد په ډېری برخو کې دغه شبکې د طالبانو له ګواښ ډکو پيغامونو له تر لاسه کولو وروسته خپل فعالیتونه دروي.

داسې اټکل کېږي چې د دغو شبکو پر هر سایټ د برید له امله دغه شبکې له یو سلو پنځوسو تر دوه سوو پنځوس زرو ډالرو زیانمېږي.

شریک یي کړئ