ازبکستان د برېښنا بیه له ۸،۵ سنټو څخه ۵ سنټو ته راکموي، چې دا لړۍ به د روان زیږدیز کال د کولای میاشتې له پیل څخه پلی شي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف تېرماښام له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې افغانستان ته د وارداتي برېښنا بیې د کموالي خبر ورکړی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې ده:« ټاکل شوې د ازبکستان له سرخان سیمې څخه بغلان ته ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا وصل شي، د دې ترڅنګ به په یوه کال کې په کابل او د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د برېښنا ستونزه هم حل شي.»
له دي سره هممهاله ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې وروستیو میاشتو کې د هېواد ۷ ولایتونه له برېښنا برخمن شوي، په بادغیس کې به د برېښنا في کیلوواټ بیه له ۳۵ افغانیو څخه ۶ افغانیو ته او په غزني کې به تر ۶،۷۵ افغانیو راکمه شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې ډېر ژر به د ۷۰ میګاواټه برېښنا لین جلال اباد ته وصل شي.