Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانانو په ۲۰۱۸ کال کې کابو ټول ملي عواید بډې ورکړي دي

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې موندنې ښيي چې، د افغانستان ځينې اوسېدونکو په ۲۰۱۸ کال کې یې دولتي بنسټونو ته یو مېلیارد او ۶۵۰ مېلیونه ډالره بډې ورکړي دي په داسې حال کې چې په دې کال کې د هېواد ملي عواید شاوخوا دوه نیم مېلیارده ډالره وو؛ نو په دې حساب سره افغانانو په ۲۰۱۸ کل کې د ملي عوایدو کچې ته نږدې دولتي بنسټونو ته بډې ورکړي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې د دارالانشا رییس میوند روحاني وايي:«د روڼتیا د څار بنسټ د  ۲۰۱۸ رپوټ پر بنسټ په ټول افغانستان کې یو اعشاریه پنځه شپږ مېلیارده ډالر بډې ورکړل شوې دي چې دا شمېر په ګمرکونو پورې اړوند نه دی.»

د روڼتیا څار بنسټ بیا وايي چې هر کال په هېواد کې تر ۲ مېلیارده ډالرو پورې بډې ورکول کېږي او د دغه بنسټ په وینا هر کال شاوخوا یو مېلیارد ډالر په ګمرکونو کې د اشخاصو جیبونو ته ځي.

د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ څېړونکی ناصر تیموري وویل:«کابو دوه مېلیارد ډالر له خلکو بډې اخیستل کېږي او دا په لویو فسادونو کې چې په تدارکاتو دي او یا د جایدادونو د غصب په کې شامل نه دي.»

له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد په ګمرکونو کې د فساد د شتون او بډې ورکولو له امله هر کال یوه زیاته اندازه پیسې له لاسه ورکوي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال زلمی عظیمي وايي:«یو شخص په ۵۰۰۰ ډالرو مدیریت کې ګومارل کېږي او د مافیا له خوا ګومارل کېږي څرګنده ده چې دغه شخص د خپل جېب لپاره کار کوی او ملي عواید غلا کوي.»

د فساد پر وړاندې د مبارزې بنسټونه وايي، په دولتي بنسټونو او په ځانګړې توګه په ګمرکونو او د مالیې ورکړې په بنسټونو کې د بډې ورکولو او اخیستو له امله د هېواد مالي نظام سخت ځپل شوی دی.

شریک یي کړئ