Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمښت

د پاکستان د دولتي بانک د خپرو شویو مالوماتو له مخې افغانستان ته د دې هېواد صادرات د تېر  کال په پرتله ۱۷ سلنه راکم شوي دي.

د یادو مالوماتو له مخې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې افغانستان ته د پاکستان د صادارتو کچه  ۷۳۹.۲۳۳ میلیونه ډالره وه چې په ۲۰۱۸ کال کې دا اندازه ۶۰۸.۵۳۳ میلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده.

په همدې حال کې د بیا دغه هېواد ته د افغانستان د وارداتو له زیاتوالي ویل شوي او زیاته شوې ده چې په ۲۰۱۷ کال کې یې پاکستان ته واردات ۲۰ سلنه زیات شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په دسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیت کچه ۲۰ سلنه راکمه شوې ده.

د یاد وزارت ویاند، مسافر قوقندي ویلي وو چې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د لومړیو نهو میاشتو ته به کتو سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه کابو یو میلیارډه ډالره وه، په داسې حالکې چې د ۲۰۱۷ کال په همدې موده کې دا اندازه ۱،۵ میلیارډه ډالره وه.

د یاد وزارت د راپور له مخې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه ۲۸۰ میلیونه ډالرو ته رسېده او د پاکستان هم هېواد ته ۸۰۰ میلیونه ډالره وه.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګریو خونې وايي چې نورو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي لارو پرانیستو پاکستان ته اړتیا کمه کړې ده.

افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمښت

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګریو خونې وايي چې نورو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي لارو پرانیستو پاکستان ته اړتیا کمه کړې ده

شریک یي کړئ