Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د آرین بانک د جواز لغوه شو

مرکزي بانک په افغانستان کې د آرین بانک د فعالیت د جواز لغو کېدل تایید کړل.

د هېواد د مرکزي بانک ویاند، ایمل هاشور د آرین بانک د فعالیت د جواز د لغو کېدو لامل د افغانستان د بانکي قوانینو د سرغړونو له کبله بولي.

دی وايي آرین بانک نه دی توانېدلی چې د افغانستان په بانکي نظام کې ښه فعالیت ترسره کړي او همداراز د فعالیت د جواز د لغو کېدو بل لامل یې هم د پیسو د تطهیر د قانون څخه د یاد بانک سرغړونه ده.

آرین بانک د ۲۰۰۴ زیږدیز کال په وروستیو کې افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړی وو. دا بانک د ایراني پانګه والو لخوا د کابل او ایران ترمنځ د سوداګریزو راکړې ورکړې په موخه جوړ شوی وو.

افغانستان کې د آرین بانک د جواز لغوه شو

د هېواد د مرکزي بانک چارواکي د آرین بانک د فعالیت د جواز د لغو کېدو لامل د افغانستان د بانکي قوانینو د سرغړونو له کبله بولي

شریک یي کړئ