Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اماراتي شرکت سره د هوکړه لیک لاسلیک پر وړاندې غبرګونونه

هېواد کې د درې زره میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره له اماراتي شرکت سره د هوکړه لیک لاسلیک په خواله رسنیو کې له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
  
تېره ورځ د یوه اماراتي شرکت او د چارو ادارې د پانګونې د آسانیتا برابرولو د برخې تر منځ د درې زره میګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لیک لاسلیک شو؛ چې له مخې یې د اماراتو دا نوی رامنځته شوی شرکت د شاوخوا شپږ میګاواټه برېښنا په لرلو سره چمتو دی چې په افغانستان کې د درې زره میګاواه لمریزې برېښنا پر تولید پانګونه کړي.

دغه خبر د فېسبوک پر پاڼو د خلکو د جدي نیوکو ترڅنګ د انرژۍ د برخې د ځينو کارپوهانو له نیوکو سره هم مخ شوی دی.
 
د برېښنا شرکت پخوانی سوداګریز رییس میروس عالمي وايي:«هیله لرم چې برېښنا شرکت له خپل اوسني وضعیت سره وکړای شي هغه ژمنې چې له خلکو سره یې کوي، پروژې هم هماغه ډول عملي کړي؛ یعنې د پخوا په څېر ونه شي چې دا پروژې هم عملي نه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې حکومت او برېښنا شرکت یو کال وړاندې په هېواد کې د دوه زره میګاواټه لمریزې برېشنا پر تولید کار کړی دی؛ خو تر اوسه د دې برېښنا د تولید ځای لا نه دی په ګوته شوی.

د ځينو کارپوهانو په وینا د هېواد د برېښنا شبکې اوسني مزي د درې زره میګاواټه برېښنا د جذب ظرفیت نه لري؛ څرګنده نه ده چې دا هوکړه لیک د کومو ارزونو له مخې لاسلیک شوی دی.

د برېښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي وویل:«ځينې کړۍ هڅه کوي چې د دغې پانګونې مخه ونیسي؛ په داسې حال کې چې دغه پروژه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.»

بل خوا سرچیې طلوع نیوز ته وایي چې ترې دې وړاندې ټاکل شوې وه، په افغانستان کې د درې زره میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید لپاره د اماراتي شرکت طرحه د برېښنا شرکت له لوري د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي؛ خو څرګنده نه ده چې ولې ناڅاپه دا موضوع د چارو ادارې د یوې برخې له لوري له اماراتي شرکت سره د هوکړه لیک تر لاسلیکولو رسېدلې ده.

شریک یي کړئ