ایران تطره ورځ(یکشنبې د کب۲۷مه) د چابهار بندر ارزښت څېړنې مراسمو پرانیسته کې له افغانستان څخه غواړي چې د چابهار آزادې سیمې په بندر کې د فولادو تولید کارخونې جوړولو کې په ګډه پانګونه وکړي.
په کابل کې د ایران سفیر، محمدرضا بهرامي وايي:«موږ غواړو چې چابهار کې د فولادو کارخونه جوړه کړو او په دې کارخونه کې له کورنیو سرچینو پروسس او بهر ته صادر شي.»
ښاغلی بهرامي وايي چې چابهار بندر به د ترانزیتي او سوداګریز ارزښت ترڅنګ پانګونې هم راجذب کړي.
د چابهار بندر په اړه نوی څیړنیز رپوټ چې د افغان، ایرانیو او هندي څیړونکو لخوا برابر شوی د افغانستان ستراتیژیکو څېړنو مرکز لخوا وړاندې شو.
په دغه څېړنه کې په لنډ مهال کې د سیمې د هېوادونو او افغانستان ترمنځ د ترانزیتي او سوداګریزو اړیکو په پياوړتیا کې د چابهار بندر د اهمیت ترڅنګ، د سیمې د اقتصادي ودې لرلید هم بیان شوی دی.
د دې مرکز څېړونکی، عبدالقدیر مطفی څرګندوي:«افغانستان کولی شِ چي له دي لارې په سیمه کې لویو پروژه کې ونډه واخلي.»
په همدې حال کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وايي افغانستان د سوداګرۍ او ودې په وړاندې د ننګونو او خنډونو د لیرې کولو سیاست غوره کړی دی.
عبدالله عبدالله زیاتوي:«افغانستان د هماغه سیاست چې د موانعو رفع کول دي او بېلګه یې د تعرفو کمول دي، کار کوي.»
په کابل کې د هند سفیر وايي چابهار بندر به نه یوازې له سیمې او ایران سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو له ودې سره مرسته وکړي بلکې په راتلونکو کلونو کې به د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د هند سوداګریزې چارې څو برابره کړي.
له بلې خوا کابل کې د هند سفیر، من پریت ووهرا څرګندوي:«د رپوټونو له مخې د چابهار بندر په کارولو سره به په راتلونکو کلونو کې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د هند سوداګریزې چارې تر ۵۰۰ میلیارد ډالرو ورسیږي او دا به زموږ په سوداګرۍ کې لوي بدلون وي.»
له بلې خوا په دغه ناسته کې یو شمېر څیړونکو د چابهار په آزاده سیمه کې د ایران د لازیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.