Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بازارونو کې د زړو بانک‌‎نوټونو په هکله د خلکو شکایت

د کابل او ولایتونو اوسېدونکي په بازارونو کې له حده زیات د بانک نوټونو له زړېدو شکایت کوي او زیاتوي چې د بانک نوټونو زړوالي ترڅنګ بازارونو کې لس تر سلو افغانیو بانک نوټونه هم کم دي.

د کابل ښار هټۍ وال وايي چې د لسو ېېرېدونکو له ډلې یوازې یو او یا دوه یې ورته سمې پیسې وروړي.

د کابل اوسېدونکی، نصرالله وايي:« ټولې پیسې زړې شوې دي، خو لس او شل افغانیو نوټ بیا بيخي شړېدلی دی.»

د ننګرهار اوسېدونکی، جهان زېب زیاتوي:« تل مو له پېرېدونکو سره پر زړو پیسو جنجال وي چې یو شمېر یې دا پیسې نه اخلي.»

دوي وایي په اوسني وخت کې هېڅوک له یوې تر پنځه افغانۍ نوټونو اخیستو ته حاضر نه دي او د افغانستان بانګ هم په دې هکله پروګرام نه لري.

خو د افغانستان بانګ د شمېرو له مخې دغه بانک له اوو کلونو راهیسې یې ۵۳ مېلیارده زړې افغانۍ راټولې او سوځولې دي.

د افغانستان بانک ویاند، شریف الله شګیوال په دې اړه داسې بیانوي:«که خلک همکاري وکړي او له پیسو سمه استفاده وکړي، دا کار به لامل شي چې افغانۍ له ټاکلي وخته زیات کار وکړي.»

 دا په داسې حال کې دي چې د ولسي جرګې ځيني غړي وايي د زړو افغانیو د راټولولو او سوځولو بهیر د یوه رڼه پروګرام له مخې نه دی او ښایي زاړه بانک نوټونه بیاځلې په بازارونو کې د کارولو بهیر ته داخل شي.

خلک همداراز په بازارونو کې له لس تر سلو افغانیو بانک نوټونو له کمښته شکایت لري

شریک یي کړئ